د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا فضل الله نه پرېږدو. سوات امن لښکر


سوات امن لښکر محمد ادریس خان
سوات امن لښکر محمد ادریس خان




په سوات کې امن ټينګ ساتلوله پاره په زرګونو رضاکار د وسله والو سره مقابلې ته تيار دي
د سوات تحصيل کبل بره بانډې محمد ادريس خان، چې د امن لښکر او نيکپيخېل قامي جرګې نوی مشر ټاکل شوی، وايي چې په سوات کې امن ټينګ ساتلو کې ولسي وګړي لویه ونډه لري.

ادريس خان زیاتوي، چې د تحصيل کبل نهه يونين کونسلونو کې له دوی سره د زرګونو رضاکارو لښکر دی چې د وسله والو مخنيوی کوي. دی وايي، چې کله په سوات کې د پوځ لوی عملیات وشو او دوی بېرته راغلل نو یې له پاکستاني پوځ سره یوه پريکړه وکړه چې کوم وسلوال یې له سيمې تښتېدلي دي، که هغوی یې بیرته سیمې ته راځي نو امن لښکر به یې پر ضد کاروايي کوي. او که چا هم هغوی ته پناه ورکړه یې یو بله مرسته یې ورسره وکړه نو هغوی به ترهګر او د سیمې دښمنان به ګڼل کېږي. او حکومتي چارواکو ته بي حواله کوو.

په خپلوخبرو کې محمد ادريس خان زياتوي چې په امن لښکر او قامي جرګه کې د هر يونين کونسل غړې شامل دی او دغه غير سياسي ټولنه ده چې پکې د هر فکر وګړي راټول دي.
دی زیاتوي، چې د امن لښکر او جرګې ټولو غړو دا خيال دی چې په سيمه کې امن وي ، نو بیا دوی خپل ژوند او کار په سمه توګه پرمخ یولای شي.

د ځايي وسله والو طالبانو د مشر ملا فضل الله خپلې سیمې ته د بیرته راتګ په اړه ادریس خان وویل، چې فضل الله هیڅکله په هغه بڼه او شکل کې بیرته سیمې ته نه شي راتلای لکه وړاندې چې وو. د ده په خبره، چې خلکو ته د هغه کړنې او کارونه په ډاګه دي البته د تره ګرۍ او هدفي وژنو لپاره راتلای شي او اوس هم راځي. خو دوی ورته تيار ناست دي او په هیڅکله به کاميابۍ ته پرې نه ږدي.

محمد ادريس خان وايي چې مستقل امن تر هغو نه شي راتلی چې تر ځو عام ولس د وسله والو پر ضد يو موټی شیو نه وي. او له امنيتي ادارو سره یې مرستې نه وي کړې.

دی وايي، چې په تحصيل کبل کې عام ولس د وسله والو پر ضد يو شوی دی، ځکه خو تر پوځي لویو عملیاتو ورسته په دغه سيمه کې د وسله والو له خوا څه قسمه لويه بدامني نه ده کړې، او دوی يو شمير وسله وال چې په کې ځانمرګي بريدګر هم شامل ول نيولې دي او امنيتي اداروو ته يي حواله کړي دي.

محمد ادريس خان له لومړۍ ورځې راهسیې د وسله والو طالبانو پر ضد ولاړ دی چې له کبله ورباندې څو واره قاتلانه حملې شوې دي.

د ده په وينا چې په دغه حملو کې یې د کورنۍ پينځه تنه وزل شوي دي. په یوه برید کې خو په خپله هم ډېر سخت ژوبل شوی وو او ساتونکې یې په کې وزل شوي ول.

نياز احمدخان مشال ريډيو سوات

XS
SM
MD
LG