د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د ترهګرۍ ختمولو لپاره له صوبايي حکومتونو مرسته غوښتې


وزیراعظم د داخله او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو ته هم ویلي چې له صوبو سره د ترهګرۍ ختمولو لپاره همکاري زیاته کړي: انځور له ارشیفه
وزیراعظم د داخله او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو ته هم ویلي چې له صوبو سره د ترهګرۍ ختمولو لپاره همکاري زیاته کړي: انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر صوبایي حکومتونو غږ کړی چې په هېواد کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره دې همکاري زیاته کړي.

شهباز شریف دا خبره د جنورۍ په شپږمه په اسلام اباد کې د امنیت په اړه په یوه غونډه کې کړې ده. په دغه غونډه کې د داخله چارو وزیر رانا ثنا الله، د ترهګرۍ د مخنیوي چارو قامي ادارې (نیکټا) مشر او ځینو نورو چارواکو هم ګډون درلودلو.

ځینو پاکستانیو ورځپاڼو لیکلي چې وزیراعظم شهباز شریف د داخلې او امنیتي چارو پر چارواکو غږ کړی چې د ترهګرۍ او نا امنۍ د ختمولو لپاره دې د اړوندو صوبایي ادارو سره خپله همکاري زیاته کړي.


تر دې وړاندې د تېر ډېسېمبر پر ۳۰مه هم په اسلام اباد کې د قامي سلامتیا د کمیټۍ په غونډه کې پر ملکي امنیت خبرې شوې وې چې پکې حکومتي او پوځي لوړ پوړو مشرانو ګډون کړی وو.

دا غونډې په داسي حال کې بلل شوې دي چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی دی. د بدامنۍ زیاتې پېښې د خیبر پښتونخوا په ښاري او قبایلي سیمو کې مخې ته راغلې دي.

د جنورۍ په پنځمه په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو پنځه پولیس سرتېري ژوبل کړل. د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پولیس تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ په پنځمه وسله والو هلته د پولیو ضد کمپاین پر امنیت ساتونکو ډزې کړې دي چې پنځه پولیس پکې ټپي شوي دي. چارواکي وايي، د هغوی ټیمونه له پېښې فورا وروسته یادې سیمې ته د پولیسو د مشر محمد شعیب په مشرۍ کې ورسېدل خو تر هغې وسله والو پښې سپکې کړې وې. پولیسو هلته د پلټنې عملیات هم ترسره کړې دي. تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې ده.

د جنورۍ په درېیمه د پنجاب صوبې په خانېوال کې وسله والو د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ایس ای) دوه افسران وژلي وو. د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې یو کس نوید صادق وو چې په ملتان کې یې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (سي ټي ډي) د مرستيال مشر په توګه کار کاوه. بل وژل شوی تن ناصر بټ نومېده چې په همدغې اداره کې انسپکټر وو.

دوو ډلو د دې حملې ذمه واري منلې وه. د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې "د دوی خفیه ډلې دا برید کړی دی". د لشکر خراسان په نامه يوې بلې وسله والې ډلې هم رسنيوو ته په لېږلې بیان کې د دې حملې ذمه واري منلې ده.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر فضل شکور د جنورۍ په درېیمه مشال راډیو ته ویلي وو، په صوبه کې د امن لپاره د وفاقي پرېکړو ملاتړ کوي. نوموړي وویل، په اسلام اباد کې د وزیراعظم لخوا قامي سلامتیا کمېټې غونډې ته د صوبې وزیراعلی نه وو ورغوښتل شوی، خو بیا هم د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د وفاقي پرېکړو ملاتړ کوي.

فضل شکور مشال راډیو ته وی د ډېسېمبر پر ۳۰مه شوې د قامي سلامتياکمېټې په غونډه کې وزيراعلی محمود خان ته بلنه نه وه ورکړل شوې او نه یې هم د دې غونډې پرېکړې ورسره شریکې کړې وې. خو هغه زیاته کړه چې د امن د راوستلو لپاره که هر څوک او هره اداره اقدامات يا عمليات کوي، دوی یې مخالف نه دي. "په صوبه کې چې هر څوک امن راوستل غواړي موږ يې ملاتړ کوو. که هغه پوځ وي او که نور څوک وي. موږ امن غواړو. ترهګرۍ ټول هيواد ځپلی دی خو تر ټولو زیات زیان يې زموږ صوبې ته رسولی دی. موږ په هر صورت کې د ترهګرۍ ختمېدل غواړو. که له هر فورم دا کار کيږي، موږ يې ملاتړ کوو."

د يادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت دی او د پاکستاني وفاقي ایتلافي حکومت له هغو ګوندونو جوړ دی چې د دې تحريک مشر، عمران خان یې د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزیرااعظمۍ له چوکۍ ليرې کړی وو. دوی دا تحريک د ۲۰۲۲ کال په اپريل کې قامي اسمبلۍ ته وروړی وو. تر هغه وروسته تحريک انصاف د دې ايتلافي حکومت پر ضد جلسې او احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG