د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د سکول ډرايور د وژنې پرضد احتجاج کې زرګونو کسانو ګډون کړی


د خيبر پښتونخوا په سوات کې زرګونه ښوونکي، زده کوونکي او سياسي او مدني فعالان د يو سکول ډرايور د وژنې او ناامنۍ ضد راوتلي دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۱مې انځور
د خيبر پښتونخوا په سوات کې زرګونه ښوونکي، زده کوونکي او سياسي او مدني فعالان د يو سکول ډرايور د وژنې او ناامنۍ ضد راوتلي دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۱مې انځور

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د شخصي سکولونو له اتحادیې سره سياسي او مدني فعالان هم يو ځای شوي او د پرونۍ (اکتوبر ۱۰مې) حملې پر ضد او په سوات کې د امن لپاره يې نن په دوهمه ورځ هم احتجاج روان ساتلی دی.

د دې اتحادیې مشر ثواب خان نن (د اکتوبر پر ۱۱مه) مشال راډيو ته وويل چې د سوات لویې لارې یې د احتجاج په توګه بندې کړې ځکه چې دوی له حکومته غوښتنه کوي چې حمله کوونکو ته سزا او د سوات خلکو ته د امنيت ډاډ ورکړي.

د سوات په نشاط چوک کې راغونډ شويو زرګونو کسانو کې د شخصي ښوونځيو د اتحاديې پر غړيو سربېره، زده کوونکي او سياسي او مدني فعالان شامل دي. مظاهرې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، د عوامي نېشنل ګوند او پاکستان پیپلز ګوند په ګډون د بېلا بېلو ګوندونو غړي هم ورغلي دي.

پر دې مهال ګډونوالو د "دهشتګردي نامنظور" يا "ترهګري نه منو" نعرې وهلې.

د اکتوبر پر ۱۰مه يو وسله وال سکول ته د زده کوونکو پر يو وړونکي ګاډي ډزې وکړې، ډرايور یې وواژه او يوه زده کوونکې یې زخمي کړه.

د سوات پولیسو مشر زاهد نواز تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې داسې ښکاري چې د بریدګرو هدف ډرايور وو او د ترهګرۍ کوم عنصر پکې نه دی شامل. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

خو ثواب خان وايي چې د ډرايور له هېچا سره دښمني نه وه او دا د سکول پر ماشومانو ترهګر برید دی. هغه زیاته کړه چې په سوات کې له څو مياشتو راهیسې د وسله والو نښې نښانې ښکاري او خلکو څو ځلې امنيتي ځواکونو ته دا خبره واضحه کړې ده.

پولیسو د نننيو احتجاجونو د پراخېدو د مخنيوي لپاره د ايين د ۱۴۴مې دفعې په لګولو سره په ځينو ځايونو کې د احتجاجونو کول منع کړي دي، خو ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دوی به مظاهرې کوي او تر هغې به ارام نه کښېني تر څو ورته حکومت د امنيت پوره ډاډ نه وې ورکړی.

بلخوا د مينګورې د پوليسو مشر باچا حضرت نن ويلي ویلي چې د پېښې اېف ای ار يې درج کړی او مظاهرچيانو ته يې ډاډ یې ورکړی چې په مقدمه کې به انصاف کېږي.

احتجاج کوونکيو د وژل شوي ډرايور مړی لا هم خاورو ته نه دی سپارلی او د احتجاج په توګه يې له ځان سره اېښی دی.

د خيبر پښتونخوا په سوات کې زرګونه مظاهرچيان د ناامنۍ پرضد راوتلي دي.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې زرګونه مظاهرچيان د ناامنۍ پرضد راوتلي دي.

بلخوا د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د اکتوبر په ۱۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د سوات خلک پر حق دي چې امنيتي ادارې د ریاست د حاکميت په عملي کولو کې ناکامه بولي.

کمېشن زیاته کړې چې ریاست باید سختدريځو ته ځای پرېښودل بس کړي. کمېشن وايي چې امنيتي ځواکونه دې په سوات کې د زده کوونکو د ګاډي د ډرايور وژونکيو ته ژر سزا ورکړي او په دغه سیمه کې دې د وسله والو ګواښ کم ګڼلو غلطي نه کوي.

په پارليمان کې بحث

بلخوا د پاکستان په سېنېټ کې د بحث پر وخت د خيبر پښتونخوا پر امنيت خبرې شوې دي. د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان د اکتوبر پر ۱۰مه د دې بحث پر وخت غوښتنه وکړه چې صوبايي، وفاقي او د امنيتي ادارو چارواکي دې ور وغوښتل شي او له هغوی دې پوښتنه وشي چې حالات ولې دومره خراب شول؟

د نوموړي له وينا وروسته د سېنېټ مشر صادق سنجراني امر وکړ چې دا موضوع اړونده کمېټۍ ته وړاندې کوي او هغوی به پرې مخکې خبرې وکړي.

په همدغه ورځ د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف په قامي اسمبلۍ کې غوښتنه کړې چې د خیبرپښتونخوا د حالاتو په اړه دې په پارلېمان کې بحث وشي. نوموړي اسمبلۍ ته د وينا پر وخت وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د مخنيوي ذمه واري د صوبايي حکومت پر غاړه ده چې په وينا یې په دې کار کې ناکامه شوی دی.

په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت دی. د دغه ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د پاکستان په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د ايتلافي حکومت خلاف جلسې کوي.

خواجه اصف ادعا وکړه چې د خيبر پښتونخوا حکومت د خلکو د امنيت کار پرېښی او لومړيتوب یې د تحریک انصاف مشر عمران خان د سیاسي فعاليتونو لپاره د سهولتونو برابرول ګرځولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د امنيت ساتل لومړی د صوبايي حکومت مسوليت دی او که هغوی یې پوره نه کړي نو بیا د امنيتي ځواکونو مسولیت دی.

په پارلېمان کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او د ملي‌ جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د اکتوبر پر ۱۰مه په اسمبلۍ کې د وينا پر وخت غوښتنه وکړه چې ریاست دې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتېدونکې پېښې جدي واخلي او په پاکستان کې دې پر دې بحث وشي چې حالات بیا ولې خرابیږي.

هغه ادعا وکړه چې تحريک طالبان پاکستان د صوبې د بېلابېلو ضلعو لپاره ګورنران (واليان) ټاکلي دي. داوړ خبرداری ورکړ چې که پر دغه حالت سترګې پټول جاري وساتل شي نو وسله وال به لا نور قوي او د ترهګریزو حملو مخنیوی ناممکن شي.

د پارلېمان یو بل غړي او له پاکستان تحريک انصاف څخه جلا شوي سياستوال، نور عالم خان هم ورته خبرې وکړي او غوښتنه یې وکړه چې د پاکستان رسنۍ او پارليمان دې د خيبر پښتونخوا خرابو امنيتي حالاتو ته پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې وسله وال هلته بيا دومره قوي شي چې وروسته یې په شا تمبول سخت شي.

خو د خیبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان په سوات کې د ډرايور تر وژل کېدو څو ساعته وروسته رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې امنيتي ځواکونه بيداره دي او ناامني به پراخېدو ته نه پريږدي. هغه زیاته کړه چې د سوات د پېښې په اړه یې د پلټنو او حمله کوونکو ته د سزا ورکولو امر کړی دی.

د ناامنۍ پېښې او احتجاجونه

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د صوبې د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم په دې وروستيو کې خلکو د جرګو او لاریونو له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

په سوات کې خلکو د اګست له مياشتې راهیسې په بېلابېلو لاریونونو کې ويل چې په غرونو کې وسله وال ښکاره شوي دي. تر دې ووروسته پوځ وويل چې په ملاکنډ کې به عمليات کوي او په زرګونو امنيتي سرتیري یې ځای پر ځای کړي دي.

هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو داسې اندېښنې خپرې شوې چې دغه وسله وال د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو په نتيجه کې سوات ته تللي دي. خو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار، او د حکومت د مذاکراتو پلاوي مشر بیرسټر محمد علي سېف هغه مهال مشال راډيو ته ويلي وو چې "وسله والو ته غلط فهمي شوې وه او هغوی ته دا پيغام ورکړل شو چې له دغو غرونو په شا شي"چې د هغه په وينا همداسې وشول.

XS
SM
MD
LG