د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د يو پلار او زوی تر وژنې وروسته د امنيتي ځواکونو پر ضد مظاهره شوې


مظاهره چيانو د وژل شويو کسانو مړي د ځان سره ليږدول
مظاهره چيانو د وژل شويو کسانو مړي د ځان سره ليږدول

په سوات کې په لسګونو کسانو د مظاهرې پر مهال د هغو دوو ځايي اوسېدونکو د وژنې د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو سهولتکاران بللي ول.

د اکتوبر پر نهمه په مينګوره کې شوې دې مظاهرې پرمهال ويناوالو ادعا وکړه چې وژل شوی علي سيد او د هغه زوی انیس احمد ترهګر نه ول بلکې د دوی په خبره، هغوی د پیسو په لانجه کې وژل شوي دي.

د وژل شوي تن زوی وقاص احمد د مظاهرې په وخت وويل چې پلار او ورور یې په سپينو ملکي جامو کې امنيتي اهلکارانو وژلي دي. هغه زیاته: "يو هفته وړاندې لس شل نامعلومه تنان راغلي وول. دا سيمه يې ګېره کړې وه. زما د پلار او ورور د دغو کسانو سره خبرې ورانې شوې. هغوی پرې ډزې وکړي او وي وژل. اوس امنيتي ځواکونه وايي چې دوی ترهګر وژلي دي. زما پلار او ورور عام خلک وو."

نوموړي زیاته کړه چې امنيتي ځواکونو د مړيو اوچتولو ته هم نه پريښودل. هغه وايي له حکومته انصاف غواړي: زما ورور او پلار یې پنځوس ډزه ويشتلي‌وو او دغه ځای کې پينځه، شپږ ساعته پراته وول. څوک يې ورته نه پرېښودل. اخر د دوی ګناه څه وه؟ امنيتي اهلکار په ساده جامو کې راغلي وو. زما پلار سپين ږیری سړی وو. هغه یې ويراوه. او اوس وايي چې وژل شوي ترهګر وو!"

د ترهګرۍ ضد پوليس ځواک (سي ټي ډي) په يو بیان کې ادعا کړې ده چې امنيتي ځواکونو د اکتوبر پر اتمه نېټه په يوه نښته کې د مشکوکو ترهګرو دوه سهولتکاران وژلي دي.

بیان زیاتوي چې په نښته کې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېرې ټپیان شوي هم دي. په دې بیان کې نه د وژل شويو کسانو د وسله والو د غړيتوب کوم ثبوت وړاندې شوی او نه هم دا ويل شوي چې دغه کسان د کومې وسله والې ډلې غړي وو.

تر دې پېښې وروسته پر ټولنيزو رسنيو هم پر امنيتي ځواکونو سختې نيوکې شوې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر ټويټر ليکلي چې عدلیه دې په دغه "جعلي‌ مقابله کې" د ولسي خلکو د وژنې پلټنې وکړي.

د مينګورې مظاهره چيانو په شفافو تحقیقاتو او په پېښه کې ښکېلو اهلکارانو ته د سزا غوښتنه کړې ده.

د احتجاج په وخت د خوازه خېلې يوه مدني فعال اتل خان مشال راډيو ته وويل: "د سوات خلک د دې ناروا واقعې پرضد د احتجاج ريکارډولو لپاره راوتلي دي او دا غوښتنه کوي چې د دې پېښې دي عدالتي تحقيقات وشي او پکې د لاس درلودونکي خلاف دي اېف ای ار درج شي."

د مينګورې د پوليسو مشر باچا حضرت مظاهرچیانو ته وويل چې د پېښې اېف ای ار درج شوی او ډاډ یې ورکړ چې په مقدمه کې به انصاف کېږي.

XS
SM
MD
LG