د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ نړیواله غونډه جوړېږي


غونډه د جولای پر ۲۵مه په تاشقند کې پیلېږي - پخوانی انځور.
غونډه د جولای پر ۲۵مه په تاشقند کې پیلېږي - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په اړه یې د ازبکستان په نړیواله ناسته کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هغه هېواد ته روان شوی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د جولای پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل، چې هغه پلاوی به په کنفرانس کې د بېلابېلو مسایلو او د افغانستان د اړتیاوو په اړه له ګډونوالو سره خپلې خبرې شریکي کړي. " په دې پلاوي کې د مختلفو ادارو او سېکټورونو استازي برخه لري. طالب پلاوی به هلته د افغانانو اړتیاوې، د اسلامي امارت داعیه او د خلکو غوښتنې به هلته مطرح کېږي. دغه شان به د کنفرانس په څنډو کې له بېلابېلو اړخونو سره ځانګړې لیدنې هم وکړي."

په غونډه کې د کوربه ازبکستان او افغانستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي برخه لري.

اخوا هندیو رسنیو ویلي دی، چې د افغانستان په اړه "د امنیت او اقتصادي پیاوړتیا" په نړیوال کنفرانس کې یې یو پلاوی ګډون کوي.

تر دې مخکې، پاکستان هم تاييد کړې وه چې د افغانستان په اړه د ازبکستان په ناسته کې برخه اخلي.

ټاکل شوې چې دوه ورځنی کنفرانس د جولای پر ۲۵مه د ازبکستان په مرکز تاشقند کې پیل شي.

تېره اوونۍ د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادمیر نوروف په مسکو کې خبریالانو ته ویلي ول چې د غونډې تیاری بشپړ شوی او پکې به د افغانستان ترڅنګ پر نورو سیمه ییزو موضوعاتو هم بحثونه وشي.

نوموړي ویلي ول چې په ناسته کې د طالبانو د پلاوي ګډون د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

تر دې مخکې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۳۰مه په بیان کې ویلي ول چې په غونډه کې د افغانستان "پر ثبات، امنیت او بیارغونه" بحث کېږي.

خو شنونکي وايي، په غونډه کې ښايي زیات بحث پر امنیتي چارو او اندېښنو وشي. کارپوه زلمی احمدزی باور لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونه، په ځانګړي ډول، ازبکستان په افغانستان کې د داعش وسله والو فعالیتونو اندېښمن کړي دي.

نوموړي د جولای پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل په وروستیو کې له افغان خاورې د ازبکستان پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه او د "ازبکستان اسلامي تحریک" فعالیت هغه څه دي چې تاشقند يې اندېښمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په مې میاشت کې د افغانستان له خاورې څخه پر تاجکستان او ازبکستان د توغندیو بریدونه شوي ول. طالبانو روانه میاشت دعوه وکړه چې په کندوز کې یې د داعش ډلې درې وسله وال وژلي او پینځه یې نیولي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په بیان کې ویلي ول چې هغو وسله والو پر تاجکستان او ازبکستان د توغندیو حملې کړې وې.

په ازبکستان کې د افغانستان په اړه ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د اګست په نیمايي کې د طالبانو د واکمنۍ کال پوره کېږي او د نړۍ هېڅ هېواد یې لا هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي، د ښځو کار يې محدود کړی دی، ورباندې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه پورې شوي دي چې هغوی یې ردوي او همداراز، د هېواد اقتصاد خورا خراب شوی او بې کاري زیاته شوې ده.

نړیوالې ټولنې د ټولګډونه حکومت جوړولو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب په رسمیت د طالبانو د واکمنۍ له منلو سره تړلي دي.

خو طالبان خپل حکومت ټولشموله بولي او وايي چې لنډمهالی دی. طالبان همداراز وايي، د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي، خو د دې چوکاټ په اړه وضاحت نه ورکوي. د طالبانو حکومت وايي، د نجونو د تعلیم په اړه یې یو کمېسیون د تګلارې جوړولو چارو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG