د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان وايي د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړوي


په کابل کې د افغانستان او ازبکستان استازي د ملاقات پر مهال. د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۲مې انځور
په کابل کې د افغانستان او ازبکستان استازي د ملاقات پر مهال. د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۲مې انځور

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د دایرولو لپاره چمتووالی نیسي.

وزارت د جولای پر ۱۲مه ناوخته په بیان کې ویلي چې تاشقند په دوو اوونیو کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو د استازو جرګه جوړوي چې په افغانستان کې پر روان حالت وغږېږي.

اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۲مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د دوی له اړخه به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي په ناسته کې ګډون وکړي.

په جون میاشت کې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف په کابل کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې د هغې غونډې په اړه خبرې کړې وې.

د غونډې د اجنډا په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او دا هم لا څرګنده نه ده چې کوم هېوادونه به پکې ګډون کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې کابل ونیو او پر افغانستان واکمن شول. هغوی شاوخوا درې اوونۍ وروسته خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG