د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال مېلي: امریکا د ګواښ په صورت کې افغانستان کې د هوايي عملیاتو وړتیا لري


جنرال مارک مېلي د سېنېټ یوې کمېټۍ ته وویل افغانستان کې یې څارګرو عملیاتو ته دوام ورکړی - پخوانی انځور.
جنرال مارک مېلي د سېنېټ یوې کمېټۍ ته وویل افغانستان کې یې څارګرو عملیاتو ته دوام ورکړی - پخوانی انځور.

د امریکا د پوځ مشر مارک مېلي ویلي دي چې که له افغانستانه یې د خپل هېواد پر وړاندې ګواښ احساس کړ نو په غبرګون کې یې د هوايي عملیاتو وړتیا لري.

نوموړي د مې پر ۱۱مه ناوخته د سېنېټ د دفاعي چارو کمېټۍ ته دا هم وویل چې ځواکونو یې لا هم په افغانستان کې خپلو څارګرو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

طالبان وايي، د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته او نه هم چا ته د دې اجازه ورکوي.

مارک مېلې زیاته کړه چې د سېنېټ غړي او امریکايي ولس "باید پر دې پوه شي چې د یوه پوځ په توګه موږ افغانستان ته د تګ پر مهال خپلو ژمنو ته متعهد یو او هغه ژمنه دا وه چې موږ به دا اطمینان ترلاسه کوو چې افغانستان به بیا پر داسې ځای نه بدلېږي چې ورڅخه ترهګر پر امریکا برید وکړي. ترهګر نه دې توانېدلي چې د [۲۰۰۱ز کال] د سېپټېمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته داسې یو کار وکړ او موږ ژمن یو چې دا باوري کړو چې په راتلونکې کې به هم داسې څه نه کېږي."

د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد هېڅ ګواښ نه شته او نه هم داسې څه ته اجازه ورکول کېږي.
ذبیح الله مجاهد

هغه لوړپوړي امریکايي پوځي چارواکي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دې چې په اپرېل کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې حملې وشوې چې د ډېریو ذمه واري یې اسلامي دولت (داعش) ډلې ومنله.

په دې لړ کې البته د تاجکستان پر خاوره د داعش د توغندیو ورول تازه پېښه ده. د مې پر اتمه داعش ډلې په بیان کې دعوه وکړه چې د مې پر اوومه یې د تخار له خواجه غار ولسوالۍ څخه په تاجکستان کې ځینو نامشخصو پوځي اهدافو اووه توغندي ویشتلي دي.

خو د تاجکستان حکومت په یوه بیان کې وویل، هغه توغندي نه ول بلکې مرمۍ وې چې د طالبانو او داعش ترمینځ د وسله والې نښتې پرمهال په "تصادفي ډول" د هغه هېواد لوري ته ویشتل شوې وې.

تر دې مخکې د افغانستان له خاورې څخه پر ازبکستان هم د داعش ډلې د توغندیو د حملې خبرونه راغلي ول چې تاشقند رد کړي ول.

طالبانو د جنرال مارک مېلي د څرګندونو په غبرګون ویلي چې د داعش او نورو ډلو د ځپلو وړتیا لري او د بل چا له لوري په افغانستان کې دننه د دې ډول اقداماتو اړتیا نه ويني.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، "د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد هېڅ ګواښ نه شته او نه هم داسې څه ته اجازه ورکول کېږي. د داعش په نوم کومه وړه پدیده چې ده او کله کله سرخوږی جوړوي، د هغوی پر وړاندې زموږ خپل ځواکونه کفایت کوي، بل هم هر ډول تهدید چې وي موږ خپله ورته متوجه یو، نو دې ته اړتیا نه لیدل کېږي چې امریکایان یا بل څوک دې دلته د عملیاتو اراده وکړي."

د پاکستان پوځي چارواکو هم په اپرېل کې دعوه کړې وه چې تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاورې څخه د هغه هېواد پر امنیتي ځواکونو بمباري کوي. د پاکستان پوځ دا خبره په خوست او کونړ کې تر بمبارۍ وروسته کړې وه چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پر خوست د بمبارۍ پرضد مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې د افغانستان تر نیولو وروسته د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې د هغوی د حکومت د پېژندلو لپاره د ټولشموله حکومت جوړول، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ترهګرو حملو د ګواښ مخنیوی، د بشري او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د دفاع په ګډون یوشمېر شرطونه ایښي دي.

XS
SM
MD
LG