د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول د افغانستان په مسايلو کې د پاکستان او ايران پر ګډې همکارۍ ټينګار کړی


د عکس ښي لور ته د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او ورسره مل پلاوی.
د عکس ښي لور ته د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او ورسره مل پلاوی.

پاکستان او ایران په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره د خپلمنځي همکاریو پر دوام د ټینګار اعداده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون (د جولای پر ۲۲مه) په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره قوي اراده لري.

هغه داسې مهال دا خبره کوي، چې د افغانستان تېر جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورناوه. بلخوا د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو ایران په سیمه کې د بې‌‌ثباتۍ په راوستو تورن کړی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۲۲مه په خپره کې خبرپاڼه کې ليکلي، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د پاکستان رغنده رول ستایلی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د سیمې د اوږدمهاله سولې او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی.

خبرپاڼه زياتوي، بلاول بوټو زرداري او حسن کاظمي قمي، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د مدیریت او په یو شمېر نورو بنسټیزو مسایلو هم خبرې کړي دي.

حسن کاظمي قمي سره کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت راوستو لپاره، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت، یعنې طالبانو سره د رغنده ښکېلتیا او عملي همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، پاکستان د افغانستان په مسایلو کې ډېر ښکېل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تاجکستان او هند هم د افغانستان د امنیت او اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هند وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر يې ویلي ول چې د افغانستان اوسنی وضعیت هغه موضوع ده چې په نړۍ کې یې د بې‌ باورۍ فضا جوړه کړې او دا اندېښنه له ځان سره لري چې سیمه به څه ډول ثبات ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG