د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي او په عین حال کې په سپریم کورټ کې د حملې په اړه قضیه هم روانه ده.
قادر خان زیاته کړه چې عدالت د بنو پولیسو ته اجازه ورکړه چې ورسره سم ښايي د ډېسېمبر پر ۱۵مه یا ۱۶مه وزیر خیبر پښتونخوا ته انتقال شي او بیا به یې د کراچۍ د قضیو اورېدنه د ویډیويي کنفرانس له لارې کېږي.
اسلام اباد های کورټ د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه هم د مدثر نارو د لادرکۍ مقدمې په اورېدنه کې حکومت ته امر کړی وو چې د هغه له مور او پلار سره وګوري او مالي مرسته ورسره وکړي.
عمران خان پر امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې له پاکستان یې تمه درلوده چې جنګ ورته وګټي، خو د ده په خبره پاکستان خپله د جنګ قرباني او د ځان د ژغورلو هڅې یې کولې
دا لوبه د دېسېمبر پر ۱۳مه د کراچۍ په نیشنل سټیډیم کې وشوه. ویسټ انډیز د ټاس په ګټلو لومړی د بالینګ کولو پرېکړه وکړه.
د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان له لوري د اوربند نه غځولو پس د خیبر پښتونخوا له جنوبي سیمو ځايي چارواکو یوځل بیا د یوشمېر بریدونو راپورونه ورکړي دي.
اېسل د شپږم جماعت زده کونکې ده او د لیکنې په بېلا بېلو سیالیو کې یې هم انعامونه اخېستي دي.
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې له حکومت سره د شوي لومړني تړون له مخې به د دوی ۱۰۲ بندیان د افغانستان د طالبانو له لارې دوی ته سپارل کېدل خو لاهم په هغوی کې ټول نه دې خوشې شوي.
د انساني حقونو فعالان وايي، په دې هېواد کې په زور د خلکو ورکول یوه لویه مسله ده چې په تیره څه باندې یوه لسیزه کې ډېره زیاته شوې ده.
نور وښیئ