د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: لوېدیځو رسنیو د افغانستان په اړه د پاکستان نوم ته زیان رسولی دی 


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي، دا غربي رسنۍ وې چې د افغانستان په کیس کې یې تېر شااوخوا ۱۵ کاله د پاکستان د بدنامۍ هڅې کولې.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي، دا غربي رسنۍ وې چې د افغانستان په کیس کې یې تېر شااوخوا ۱۵ کاله د پاکستان د بدنامۍ هڅې کولې.

وزیراعظم عمران خان وايي، لوېدیځې نړۍ، د ترهګرۍ ضد جنګ کې د پاکستان د قربانیو سمه قدرداني نه ده کړې بلکې د پاکستان نوم ته یې زیان رسولی دی.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۳مه نېټه په اسلام اباد کې د مارګله ۲۰۲۱ بحث پرانیستونکې وینا کې وویل، د افغانستان په جګړه کې یې هېواد تر ټولو لوی تاوان ګاللی ځکه له امریکا سره په اتحاد کې یوازې پاکستان وو چې تر ۸۰ زرو زیات ځاني تلفات یې ورکړي، میلیونونه خلک یې بې کوره شوي او تر ۱۰۰ ملیارده ډالرو په اندازه یې اقتصاد ته تاوان رسېدلی دی.

عمران خان پر امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې له پاکستان یې تمه درلوده چې جنګ ورته وګټي، خو د ده په خبره پاکستان خپله د جنګ قرباني او د ځان د ژغورلو هڅې یې کولې

وزیراعظم عمران خان که څه هم د امريکا په ملګرتیا نیوکی کړي خو د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په یوه بې ساري اقدام کې یو ټوېټ ورکړ او پاکستان یې په دوه مخۍ او دوکه تورن کړ. هغه ویلي ول چې پاکستان تېر پينځلس کاله امریکايي مشران دوکه کړي وو او د امریکا ۳۳ میلیارده ډالره یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د همکارۍ په نوم خوړلې دي او په ځواب کې یې دروغ ویلي وو او دوکه یې کړې وه.

پاکستان که څه هم د امریکا دا تورونه په کلکه رد کړل او په ټرمپ او د هغه په ادارې یې تندې نېوکې وکړې خو له هغه راهیسې د امریکا له کلنیو سلګونو میلیونو ډالرو مرستو هم بې برخې شو.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون پښتانه ملتپالي وايي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یوازې پښتانه په یوه او بل نامه ځپل شوي دي.

یاده دې وي کله چې په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو رژیم د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د بریدونو له امله وپرځېد د دې ډلې ډېری مشران پاکستان ته وتښتېدل او هلته یې واړوله.

د راپورونو له مخې د پاکستان په کوټه، پېښور او څو نورو سیمو کې د طالبانو شوراوې وې او له هغه ځایه یې د افغانستان د جنګ رهبري کېدله. خپله لومړی د طالبانو د مشر ملا عمر اخوند د مړینې خبر هم له پاکستان خپور شو او ورپسې یو بل ملا اختر منصور هم په بلوچستان کې یوه مشکوک ډرون برید په نښه کړ او ویې واژه.

پاکستان که څه هم هلته د طالبانو موجودیت نه رداوه، خو له دې منکر وو چې د دې ډلې جنګیالیو ته په خپلو اډو کې روزنه ورکوي، څو یې په افغانستان کې د لویدیځ له ملاتړ برخمن حکومت پر ضد وجنګوي.

XS
SM
MD
LG