د پاکستان چارواکو له امريکايي سينيټرانو سره پر سيمه ييز امنيت، اقتصادي او سیاسي اړيکو خبرې کړې دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان دفتر ويلي چې اسلام اباد ته ورغلي امريکايي سنيټرانو سره يې
په ليدنه کې هيله وښوده چې د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې به لا پخې شي. عمران خان پر ټويټر ليکلي چې دیسمبر په يوولسمه شوې دې ملاقات کې د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وشوې او د اوږدمهاله سولې په موجوديت ټنيګار وشو.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د دیسمبر په يوولسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پينډۍ ته د د امريکايي سينيټرانو يو پلاوي د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ملاقات وکړ.
د خبرپاڼې ترمخه په امریکايي وفد کې سېنېټر اګس کینګ، رچرډ بر، جان کارنین او بين سېس شامل وو. دا کسان د امريکا په سېنټ کې د استخباراتي کمېټې غړي دي. پوځ په خپل بيان کې زياته کړې چې د دواړو خواوو په خبرو کې د افغانستان پر مسله هم بحث وشو.
د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې تر مخه جنرل قمر جاويد باجوه امريکايي سينيټرانو ته وويل چې په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي لپاره بيړنيو مرستو ته ضرورت دی. په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې امريکايي پلاوي په سيمه کې د پاکستاني پوځ کردار وستايه.