د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ۲۰ اوریزه کرکټ لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه


د پاکستان او نیوزیلېنډ ترمنځ د نړیوال شل اوریزه جام لوبه.انځور- ارشیف
د پاکستان او نیوزیلېنډ ترمنځ د نړیوال شل اوریزه جام لوبه.انځور- ارشیف

پاکستان ویسټ انډیز ته په لومړۍ ۲۰ اوریز لوبه کې په ۶۳ منډو ماتې ورکړه.

دا لوبه د ډېسېمبر پر ۱۳مه د کراچۍ په نیشنل لوبغالي (سټیډیم) کې وشوه. ویسټ انډیز د ټاس په ګټلو لومړی د بالینګ کولو پرېکړه وکړه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۲۰۰ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل. په ځواب کې د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۹ اورونو کې د ۱۳۷ رنزونو په جوړولو وسوځېده.

د پاکستان له غاړې محمد رضوان ۷۸ او حیدر علي ۶۸ مندې وکړې. په بالینګ کې د پاکستان محمد وسیم څلور او شاداب خان درې ویکټې واخېستې.

د دواړو لوبډلو ترمينځ دویمه ۲۰ اوریزه لوبه د ډېسېمبر پر ۱۴مه په کراچۍ کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG