د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوې ۱۲کلنې پاکستانۍ ماشومې پر ایمازون شپږ کتابونه چاپ شوي


اېسل وحید
اېسل وحید

د پاکستان یوې ۱۲ کلنې ماشومې اېسل وحید پر ایمازون شپږ کتابونه چاپ کړي دي.

اېسل د شپږم جماعت زده کوونکې ده او د لیکنې په بېلا بېلو سیالیو کې یې هم انعامونه اخېستي دي.

اېسل له تېرو شپږو کلونو راهیسې په اومان کې اوسېږي او وايي چې لیکل یې شوق دی نو ځکه یې وکول شو چې دومره په کم عمر کې کتابونه ولیکي.

اېسل وايي: "لیکل زما جذبه ده او زه ترې ډېر خوند اخلم. زه په خپل ټول ژوند کې له ډېرو څیزونو څخه متاثره شوې یم. زه له خپل شاوخوا ډېرو شیانو او خلکو څخه متاثره شوې یم. زه له هغو لیکوالانو څخه متاثره شوې یم چې کتابونه مې یې لوستي دي. خو تر ټولو ډېر زه له خپلې مشرې خور متاثره یم چې هغه هم یوه لیکواله ده او خپل کتابونه یې چاپ کړي دي."

نوموړې وايي، د هغې په لیکلو کتابونو کې ناولونه هم شامل دي:

"په شپږو کتابونو کې مې یوه شعري مجموعه ده نور پنځه جلا کتابونه دي چې درې پکې اخلاقي پیغام لرونکي او دوه یې مکملې تصوراتي ناولې دي. خیالي ناولې مې the demon’s hatred یا د شیطان نفرت اوthe terror یا ډار دي. نور کتابونه مې through the portal یا د پورټل له لارې، day in the life of a pencil یا د قلم د ژوند یوه ورځ او chip goes to school یا چپ سکول ته ځي، دي. په دغو کتابونو کې زه پیغام ورکوم چې موږ باید ګند خور نه کړو، د پنسل مثبت استعمال وکړو او د یوې ماشومې ذکر کوم چې د خپلې ارزو لپاره زیار باسي."

هغه وايي چې په دې کې د خوښې کتاب یې د (ډیمنز هېټرډ) یا د شطان نفرت دی چې ټولو کې لومړی یې لیکلي خو چاپ شوی وروسته و.

اېسل نه یوازې کتابونه لیکي بلکې په مجلو کې یې هم لیکني چاپېږي. د دې تر څنګ هغه د پبلک سپیکنګ یا ولسي ویناو، باسکېټ بال او د ایس هاکي شوق هم لري.

د اېسل مور شان ظهره وايي، میندې پلرونه چې په وړوکوالي کې پر ماشومانو سمه توجه ورکړي نو ښې نتیجې یې را ووځي.

نوموړې وايي،"ما په ژوند کې نظم ساتلی دی چې ماشومان مې د وخت پابند اوسي. هر څیز مو د منظمولو کوښښ کړې او ماشومانو ته مې ډېر وخت ورکړی دی. پاکستان ته د داسې ماشومانو ډېر ضرورت دی."

دې زیاتوي: "موږ ته د موبایل پر ځای ډېر وخت ماشومانو ته ورکول پکار دي، په تېره په هغه وخت کې چې ماشومان ډېر واړه وي. د ماشوم په ژوند کې لومړي پنځه کاله ډېر ضروري دي. نو هغه وخت مې ماشومانو ته ډېره پاملرنه وه او په موبایل باندې مې هم کوښښ و چې په مثبته طریقه یې استعمال کړي."

دا چې نور کسان څنګه کولای شي چې خپلې لیکنې ایمازون کې چاپ کړي؟ اېسل وايي، طریقه یې ډېره اسانه ده. د هغې لپاره په ایمازون کې اکاونټ ضروری دی. په کنډل ډایریکټ پبلشنګ اکاونټ کې د ځان رجسټرولو وروسته بیا کنډل مو نوره لارښوونه کوي.

پښتون لیکوال اباسین یوسفزی مشال رېډیو ته وايي، دا د نیکمرغۍ خبره ده چې د هېواد کم عمره ماشومان هم د لیک استعداد لري.

نوموړي وویل، پکار ده چې د نوي دور له تقاضو سره سم لیکوالان د خپلو هنرونو څخه په جدیدو لارو په ښه ډول ګټه پورته کړي لکه څنګه چې یې اېسل کوي.

یوسفزی زیاتوي: "بهتره خبره دا ده چې خلک څومره ګټه پورته کولای شي د خپل هنر او تخلیق د خپرولو لپاره نو ودې کړي. دا خو ډېره ښه خبره ده. نن سبا له خلکو سره ډېر وخت نه وي. هر وخت خلک کتاب نه شي لوستلای. هر وخت له موبایل او کمپیوټر سره نښتې وي. نو که چېرې په ډیجیټل لاره د خلکو خیالات او کتابونه او مقالې مخې ته راشي نو دا به ډېره غوره خبره وي. زه خو دا فکر کوم چې پکار ده کتابونه اوس خلکو ته په غږیزه بڼه ورسېږي."

د اېسل په خبره د کتابونو لیکلو مقصد یې پيسې ګټل نه دي بلکې دا یې شوق دی.

هغه وايي، ټولو ماشومانو ته پیغام ورکوي چې همت ونه بیلي او کوښښ وکړي. که ناکامه هم شي نو له هغې دې زده کړه وکړي.

XS
SM
MD
LG