د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پاکستان ټولو ژبو ته ملي حیثیت ورکړل شي''


کراچۍ کې د پښتو ادب په باب کنفرانس ته پوهاند خادم حسین وینا کوي. ۲۰۲۱، ۱۲ ډېسېمبر
کراچۍ کې د پښتو ادب په باب کنفرانس ته پوهاند خادم حسین وینا کوي. ۲۰۲۱، ۱۲ ډېسېمبر

د ډېسېمبر پر ۱۲مه د کراچۍ په آرټس کونسل کې د نړيوال اردو کنفرانس پر مهال د پښتو ژبې او ادب په اړه يوه غونډه وشوه چې پکې د پښتو ژبې، تاریخ او ادب پر ارزښت ویناګانې وشوې.

پر دی مهال د پروګرام سمبالوونکي اجمل خټک کشر وویل د اردو ژبې په دې نړیوال کانفرنس کې ویناوالو وویل په پاکستان کې د صوبايي او علاقايي ژبو خبره کيږي، دا علاقايي او صوبايي نه بلکې قومي ژبې دي او رياست دې ته د قومي ژبو حيثيت ورکړي. د نوموړي په وینا چې په لومړي ځل په دې نړیوال کنفرانس کې یو قرارداد وړاندې شو او ټولو په یوه وخوله ومانه چې د پاکستان په ټولو صوبو کې ویل کېدونکو ژبو ته دې ملي (قومي) هومره ځای او ارزښت ورکړل شي.

دې غونډې ته له پېښوره ورغلي پوهاند خادم حسین وويل چې کراچۍ د پښتنو تر ټولو لوی ښار دی نو دا ډول پروګرامونه به په کراچۍ کې په ځانګړ‎ي ډول د پښتنو ځوانانو لپارہ ډېر ګټور وګرځي. دوی به د پښتو په ادب، تاریخ او سیاست باندې خبر شي.

له مشال رېډیو سرہ په خبرو کې هغه وویل پکار دہ، چې پښتانه د خپل ادب، تاریخ او سیاست سرہ د پښتنو په ورپېښو مسلو خبر وي او دا به هله ممکنه وي چې د پښتنو لپارہ ګډې مالوماتي غونډې راجوړ‎ې شي او دوی بیا مطالعه وکړ‎ي.

دې کنفرانس ته د کراچۍ د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو غړ‎و او د پښتو ژبي لیکوالانو، پوهانو، شاعرانو او گډون وکړ‎و.

کراچۍ کې د پښتو ادب کنفرانس برخه وال
کراچۍ کې د پښتو ادب کنفرانس برخه وال

په غونډه کې نورو پوهانو هم د پښتو ادب او ژبې په تاریخ خبرې وکړې او د پاکستان او افغانستان په بدلیدونکي وخت کې د هغو کسانو چې د خپلې ژبې او ادب لپاره یې خدمتونه کړي دي او ستاینه یې وکړه. پر دې مهال مشاعره هم وشوه.

کنفرانس ته ويناوالو ټينګار وکړ، چې ځوان نسل دې د خپلې ژبې د ارزښت ساتلو او دا پيغام نړي ته د رسولو لپاره د ليک لوست زده کړو ته دوام ورکړي.

په کراچۍ کې له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې هر کال اردو نړيوال کنفرانس کېږي چې پکې له پښتو سرہ نورو ژبو ته هم د بحث او استازیتوب لپارہ وخت ورکول کېږي. سږکال دا کنفرانس چې د ډېسېمبر پر نهمه نېټه پيل شوى وو او د ډېسېمبر پر ۱۲مه پاى ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG