د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر د یوې قضیې اورېدنې لپاره بنو ته لېږدول کېږي


پر علي وزیر د ریاست ضد ویناګانو تور دی چې هغه یې ردوي - انځور له ارشیفه
پر علي وزیر د ریاست ضد ویناګانو تور دی چې هغه یې ردوي - انځور له ارشیفه

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د خیبر پښتونخوا د پولیسو په غوښتنه امر کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر دې د یوې بلې مقدمې د اورېدنې لپاره د بنو عدالت ته انتقال شي.

دا پرېکړه ډېسېمبر پر ۱۵مه د ترهګرۍ ضد ۱۲م نمبر عدالت کړې او پر همدې ورځ د کراچۍ په زندان کې د ترهګرۍ ضد بل عدالت هم د علي وزیر د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړه.

۱۲م نمبر عدالت د خیبر پښتونخوا د بنو د پولیسو غوښتنلیک ته کتنه وکړه. د بنو پولیسو عدالت ته وویل چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه یې په خپل درخواست کې غوښتنه کړې چې ورته دې اجازه ورکړي چې وزیر په یوه بله قضیه کې د اورېدنې لپاره بنو ته یوسي.

پولیسو دا و نه ویل چې پر وزیر په بنو کې کله او په کوم تور مقدمه کښل شوې او د نوموړي وکیل قادر خان هم وايي چې معلومه نه ده چې پر نوموړي کوم تورونه پورې شوي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښه مشرانو او فعالانو زیاتره مقدمې د ریاست پر وړاندې د ویناګانو او د دولت پرضد د خلکو پارونې له تورونو جوړې دي.

قادر خان زیاته کړه چې عدالت د بنو پولیسو ته اجازه ورکړه چې ورسره سم ښايي د ډېسېمبر پر ۱۵مه یا ۱۶مه وزیر خیبر پښتونخوا ته انتقال شي او بیا به یې د کراچۍ د قضیو اورېدنه د ویډیويي کنفرانس له لارې کېږي.

په ټانک کې د پي ټي اېم د مخکښ علي وزیر خوشې کولو لپاره احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

اخوا د ترهګرۍ ضد ۱۰م نمبر عدالت د علي وزیر د ضمانت پر درخواست اورېدنه د ډېسېمبر تر ۲۸مې وځنډوله. دا مقدمه په ۲۰۱۸ز کال کې د کراچۍ په شاه لطیف ټاون تاڼه کې درج شوې وه چې د جنوبي وزیرستان منتخب پارلېماني استازی د ریاست پرضد د وینا په تور تورن دی.

غورځنګ، وزیر او د هغه وکیل تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د ۲۰۲۰ز کال په پیل کې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې هم پر وزیر د ریاست ضد ویناګانو په تور رپورټ کښل شوی وو چې په پایله کې یې نوموړی د هم هغه کال په ډېسېمبر کې په پېښور کې ګرفتار شو او بیا کراچۍ ته انتقال شو.

د پاکستان د سپریم کورټ یوې درې کسیزه جرګګۍ د سهراب ګوټ په قضیه کې د نومبر پر ۳۰مه د وزیر د ضمانت غوښتنلیک ومانه او د هغه د خوشې کولو امر یې وکړ خو پولیسو ځکه خوشې نه کړ چې د شاه لطیف ټاون په تاڼه کې یې لا ضمانت نه دی شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر له یو کال راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی.

غورځنګ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ او بلوچستان نیشنل ګوند په نومبر کې د نوموړي د خوشې کولو لپاره یوشمېر احتجاجي جلسې او لاریونونه کړي دي خو د سیند صوبايي حکومت وايي، د هغه قضیه په عدالت کې ده نو ځکه پکې مداخله نه کوي.

XS
SM
MD
LG