د لاسرسي ځای

تازه خبر

راولپنډۍ برید: یو پولیس وژل شوی دوه ژوبل، ټي ټي پي یې زمه واري منلې


پاکستان کې یو پولیس وال او د هغوی ګاډی: تصویر له ارشیفه
پاکستان کې یو پولیس وال او د هغوی ګاډی: تصویر له ارشیفه

د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد سره جوخت راولپينډۍ ښار کې په يوه وسله وال برید کې يو پوليس وال وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي چې زمه واري یې ناقانونه تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د راولپنډۍ د پولیسو يوه چارواکي اشفاق احمد رسنیو ته ويلي چې بېګا ناوخته د پوليسو یوه ډله د پير ودايي په سیمه کې پر ګزمه وه چې پر يوه موټر سايکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړې.

ناقانونه ډلې ټي ټي پي د ډېسېمبر له ۱۱مې راهیسې د خیبرپښتونخوا په ټانک، شمالي وزيرستان، بنو او باجوړ کې هم د بريدونو زمه وارۍ منلي دي. یادې ډلې د روان کال په نومبر میاشتې پر نهمه نېټه له حکومت سره یو میاشتنی اوربند اعلان کړی وو خو د ډېسېمبر پر نهمه نېټه یې ختم کړ.

دا ډزبندي د طالبانو په خبره د حکومت لخوا د شرطونو د نه عملي کولو له امله نوره نه غځوي چې ورسره یې يو وارې بیا پر حکومتي عسکرو خپلې حملې زیاتې کړې دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي ول چې حکومت یوازې له هغو وسله والو ډلو سره د امن خبرو ته تیار دی چې د ریاست عملدارۍ منلو ته غاړه ږدي ګنې پرضد به یې جنګېږي.

له دې وړاندې د نومبر په مياشت کې د پاکستان حکومت ويلي ول، چې له تحریک طالبان پاکستان سره يې د افغان طالبانو په مينځګړيتوب مذاکرات پېل کړي او د يوې میاشتې د ډز بندۍ يې ويلي وو.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي هم د مذاکراتو خبره تاييد کړې وه.

XS
SM
MD
LG