د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آی ايم ايف پلاوی پاکستان ته تللی


په واشنګټن کې د آی ايم ايف دفتر

د فرورۍ په درېيمه د پېسو نړيوال صندوق (IMF) يو پلاوی اسلام اباد ته تللی چې د دې مياشتې تر ۱۴مې پورې به هلته وي او د پاکستان هغه کارونه به ارزوي چې د دوی د قرض په بدل کې يې کړي دي.

د پاکستاني وزیراعظم د مالي چارو سلاکار حفیظ شيخ د فرورۍ په درېيمه خبريالانو ته وويل د آی ايم ايف پلاوی غواړي وګوري چې د پاکستان اقتصادي اصلاحات څنګه روان دي.

هغه زياته کړه: ((په تېرو څو مياشتو کې زموږ اقتصاد ښه شوی دی. زموږ د پېسې نرخ باثباته دی. زموږ چې کومه مالي خساره وه، هغه کمه شوې ده. آی ايم ايف موږ سره په اقتصادي اصلاحاتو کې مرسته کوي. تمه مو دا ده چې څرنګه زموږ مخکينۍ شپږ مياشتې ښې ارزول شوې وي، دا شپږ مياشتې هم بهتره وګڼل شي. کوښښ کوو نړۍ ته وښيوو چې په پاکستان کې د پانګونې ښه موقع ده او اقتصاد مو ښه شوی دی.))

آی ايم ايف د پاکستان حکومت ته تېر کال د شپږو اربو ډالر ورکول ومنل. دوی هر شپږ مياشتې وروسته د قرض د دې پروګرام لاندې اړو اصلاحاتو جاج اخلي. که اصلاحات شوي وي نو بيا نورې پېسې ورکوي. د پاکستان سرکاري خبري اژانس ويلي چې تر اوسه يو اعشاريه څلور څلويښت اربه ډالر پاکستان ته رسېدلي دي او تمه ده چې ۴۵۰ ميليونه ډالر نور هم ورکړل شي.

د تحريک انصاف حکومت د دې قرض اخیستو په پروګرام اپوزيشن ګوندونو همېشه نيوکې کړي دي. د پيپلز ګوند يو وياند، سېد غني د فرورۍ په درېيمه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې د حکومت د خرابو اقتصادي پاليسيوو زور له غریبو خلکو ووځي. ((ګراني زياته شوې خو د خلکو تنخاوې کمې شوې دي. تر څو پورې چې دا حکومت وي، ګراني به زياتېږي خو هر نوی سرمايه کار به خپلې پېسې پکې راغوڼدوي.))

په ۲۰۱۹ کال کې د آي ايم ايف سره د پاکستان تحريک انصاف حکومت د کړي تړون وروسته، ګېس، بجلي، پټرول او د خوراک شيان ګران شوي دي. چارواکي وايي خراب اقتصاد ورته له تېر حکومته پاتې دی نو د ښه کولو لپاره يې د شيانو ګرانولو ترخه ګامونه اخلي.

اپوزيشن سياستوال بيا د وزیراعظم عمران خان حکومت ناکامه بولي. ګراني او خراب اقتصاد د دوشنبې په ورځ هغه وخت بيا د بحث توده موضوع شوه چې په سېنټ کې د قامي اسمبلۍ د غړو تنخا زياتولو پر بيل خبرې وشې.

په دغه مهال له بلوچستانه د نېشنل پارټۍ سينيټر کبیر محمد شاهي وويل چې د خلکو آمدن کم او بيلونه زيات دي نو حکومت دې د شيانو بيې نورې نه زياتوي. ((که د يو چا تنخا دولس زره کلدارې وي او د بجلۍ بيل ورته ۱۸۰۰۰ راځي. د ګېس بيل یې ۲۱۰۰۰ وي. د هغه د ماشومانو د سکولو خرچه او د خوراک څښاک لګښت! دې ته حساب او فکر وکړئ چې دا سړی به څنګه ژوند تېروي؟))

خو د وزيراعظم عمران خان د مالي چارو سلاکار حفیظ شېخ پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي چې د ګېس، بجلۍ، پټرولو او خوراکي شيانو بیې به ورو ورو کمېږي. د هغه په وېنا اوسنۍ ګرانۍ د پاکستان اوږدمهال اقتصاد ښه کولو لپاره ښه ده.

XS
SM
MD
LG