د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قامي اسمبلۍ کې د محسن داوړ او مراد سعید ترمنځ تود بحث


د جنورۍ پر ۲۸مه د پښتین ګرفتارۍ ضد د کوټې مظاهره

اسلام اباد - د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر ګرفتارۍ او د هغې پر ضد په احتجاجونو کې د خلکو نیولو پر سر د غورځنګ د یوه مخکښ او حکومتي وزیر ترمنځ په پارلېمان کې تود بحث شوی دی.

د جنورۍ پر ۳۰مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر پښتین له هېواد سره د غدارۍ او په مظاهرو کې پر ځینو ګرفتارو کسانو د ترهګرۍ مقدمې وغندلې.

خو د مخابراتي چارو وفاقي وزیر مراد سعید د حکومتي اقداماتو دفاع وکړه.

د جنورۍ پر ۲۷مه نیمه شپه د پېښور پولیسو منظور پښتین ونیو او ویې ویل چې دا کار د ډېره اسماعیل خان پولیسو په غوښتنه کوي.

په ډېره اسماعیل خان کې پر نوموړي یوه مقدمه درج شوې چې پکې ورباندې د نورو ترڅنګ د خیانت تور هم پورې شوی دی چې غورځنګ رد کړی.

له کله چې دا تحریک پیل شوی پر موږ دا هېڅوک نشي ثابتولای چې موږ دې یو ګلدان هم مات کړی وي.
محسن داوړ

قامي اسمبلۍ ته په وینا کې محسن داوړ وویل، په پاکستان کې پر سیاسي شخصیاتو د غدارۍ تورونه پخوانۍ سابقه لري:

"چا چې د ریښتیاوو خبره کړې، د جمهوریت خبره یې کړې، چا هم چې د پاکستان د ایین خبره کړې پر هغه همدا تور پورې شوی چې دی غدار دی، ایین نه مني، قانون نه مني. خو حقیقت دا دی چې پر ټولو سیاسي شخصیاتو چې څومره مقدمې دایرې شوي، د پاکستان په هېڅ عدالت کې پر هېچا جرم ثابت شوی نه دی."

د منظور پښتین تر ګرفتارۍ یوه ورځ وروسته د غورځنګ پلویانو او مشرانو د پاکستان په لویو، وړو ښارونو کې پراخې مظاهرې وکړې چې پکې یو شمېر کسان ونیول شول او د ځینو پر وړاندې یې د ترهګرۍ مقدمې هم جوړې شوې.

محسن داوړ اسمبلۍ ته وویل، پښتون ژغورنې غورځنګ چې د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ څخه تر ۱۰مې پورې په اسلام اباد کې ناسته کړې او له هغه وخت راهیسې یې څومره احتجاجونه کړي، هغه ټول سوله ییز ول، خو په ۲۰۱۴ز کال کې یې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت ضد احتجاجي ناستې په یادونه وویل چې د اوسني واکمن ګوند پلویان خو ان د پارلېمان ودانۍ ته وننوتي ول:

"زه د خپل غورځنګ په اړه وایم، له کله چې دا تحریک پیل شوی پر موږ دا هېڅوک نشي ثابتولای چې موږ دې یو ګلدان هم مات کړی وي. سیاسي مقدمې دایرېږي. ستاسې پر وزیراعظم [عمران خان] او ولسمشر [عارف علوي] هم د ترهګرۍ مقدمې دایرې شوي. موږ ۱۰ ورځې دلته [په اسلام اباد کې] ناسته وکړه، یو ګلدان مو مات نه کړ، هېڅ سړک مو بند نه کړ. تاسې خو پر پارلېمان ورننوتئ، تاسې خو پر پاکستان ټېلېوېژن برید وکړ."

عمران خان هم هغه سړی وو چې په ۲۰۰۴ز کال کې یې په همدې [پارلېمان] کې عملیات غندلي ول.
مراد سعید

وفاقي وزیر مراد سعید د محسن داوړ تورونه رد کړل او ویې ویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د مسلو هواري پر ځای یوازې احتجاجونه کوي، خو په وینا یې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د قبایلو لپاره عملي اقدامات کوي:

"د وزیرستان په پوځي عملیاتو کې چې د چا دوکانونه او کورونه ړنګ شوي ول، هغوی تر ډېره مودې په اسلام اباد کې احتجاجونه کول. موږ هغه وخت په اپوزیشن کې ولو، زه به یې احتجاج ته ورتللم خو هېر مې نه کړل ځکه چې ما ته پته وه چې عمران خان هم هغه سړی وو چې په ۲۰۰۴ز کال کې یې په همدې [پارلېمان] کې په [قبایلو] کې عملیات غندلي ول."

تر مراد سعید یوه ورځ مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي ول چې منظور پښتین یې د قانون په سرغړونه ګرفتار کړی خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، هېڅکله یې قانون نه دی مات کړی بلکې ټولې هلې ځلې د ایین سرلوړۍ او قانون واکمنۍ لپاره کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG