د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري د حکومت ضد احتجاجي تحریک پیلولو ګواښ وکړ


بلاول بوټو زرداري: حکومت دې بیا له ای اېم اېف سره خبرې وکړي
بلاول بوټو زرداري: حکومت دې بیا له ای اېم اېف سره خبرې وکړي

اسلام اباد - د پاکستان د پیپلز ګوند مشر دړکه ورکړې چې که حکومت اقتصادي تګلاره سمه نه کړه نو د مارچ له میاشتې به یې پر ضد احتجاجي تحریک پیل کړي.

بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر څلورمه په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل، د حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسیو له وجې ګراني خورا زیاته شوې.

ده وویل، اسلام اباد دې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره له سره مذاکرات وکړي او پر داسې شرطونو دې ورڅخه پور واخلي چې د ولس په ګټه تمام شي.

تر بلاول بوټو زرداري مخکې د جمیعت علمای اسلام (ف) د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د قامي وطن ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، نیشنل پارټۍ او ځینو نورو ګوندونو او ډلو مشرانو د جنورۍ پر ۲۰مه تر یوې غونډې وروسته د مارچ په پای کې د حکومت ضد احتجاجي غورځنګ پیلولو اعلان کړی وو.

مولانا فضل الرحمان هغه مهال ویلي ول چې د احتجاجي تحریک له لارې د حکومت ختمولو هڅه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت په بیا بیا ویلي چې اقتصادي ستونزې ورته له تېرو واکمنانو په میراث کې پاتې دي چې د هواري هڅې یې کوي.

په پارلېمان کې د دې ګوند یو سیاستوال صالح محمد د فبرورۍ پر پېنځمه مشال راډيو ته وویل، که پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) په خپله واکمنۍ کې د شخصي ګټو پر ځای د ملي ګټو لپاره کار کړی وای، نو اوس به اقتصادي حالات دومره خراب نه ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG