د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې پاکستاني وګړي له چین څخه را وباسي: اپوزیشن


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

اسلام اباد - د پاکستان په سېنېټ کې اپوزيشن ګوندونو د حکومت هغه پرېکړه غندلې ده چې د کورونا وايرس د مخنیوي لپاره په چين کې ميشت پاکستاني وګړي ملک ته نه ستنوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او مسلم ليګ نواز په ګډون د ځينې نورو ګوندونو سېنېټرانو د جنورۍ پر ۳۱مه له حکومته غوښتنه وکړه چې زر تر زره دې په چين کې ميشت ټول پاکستاني وګړي خپل ملک ته ستانه کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وویل چې په چين کې ۲۸ زره پاکستانيان ميشت دي چې پکې له اتو تر ۱۰ زرو زده کوونکي دي.

د ده په وینا ، “د چين په زياتره هوايي ډګرونو کې پاکستانيان ايسار دي او هغوي خپل هيواد ته راتلل غواړي خو پاکستانی حکومت خپل وګړي خپل ملک ته نه راپرېږدي.”

عثمان کاکړ زیاته کړه چې ، “عجيبه خبره خو دا ده چې چينايان پاکستان ته راروان دي خو پاکستانيان خپل ملک ته نشي راتلای.”

د ده په وینا کې که له حکومت سره وېره وي چې د دې کسانو له ستنېدو سره به دا وايرس پاکستان ته منتقل شي نو پاکستان کې دې سېنټرې جوړې کړي او دا کسان دې پکې وساتي او تر ډاډ وروسته دې کورنو ته د تلو اجازه ورکړي.

د واکمن تحريک انصاف سېنېټر نعمان وزير د پاکستانیو وګړو نه ستنولو حکومتي پرېکړه تایید کړه او ویې ویل چې پاکستان کې د دې وایرس علاج نشته نو که څوک پرې اخته شي نو د علاج لپاره به بیرته چین ته وړل کېږي.

خو د پاکستان حکومت وايي، په چين کې د کورونا وايرس لړ کې د پاکستانيانو خپل هېواد ته د نه ستنولو په فيصله ولاړ دی.

د صحت چارو لپاره د وزيراعظم سلا کار ډاکټر ظفر مرزا د فرورۍ پر لومړۍ نيټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې په چين کې ميشت پاکستانيان په ښه حال کې دي او د وايرس ځپليو زدکوونکو صحت پر ښه کيدو دی.

ده زياته کړه چې ځيني کسان يې د کورونا وايرس په شک کې تر څارنې لاندې ساتلي وو خو تر اوسه د دې پخلی نه دی شوی.

پاکستان د کورونا وايرس مخنيوي لپاره چين ته تلوونکي او راتلونکي پروازونه هم ځنډولي دي.

د سېول اېويېشن اتارټۍ جواينټ سیکرټري عبد الستار کهوکهر رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د فرورۍ تر دویمې یې چین ته خپل ټول پروازونه ځنډولي دي.

د ده په وینا ، تر هغه وروسته به د حالاتو جاج اخلي او بیا به د راتلونکي په اړه پرېکړه کوي.

پاکستانۍ رسنۍ د چارواکو لخوا ليکي چې د ملک په زياتره لويو روغتونونو کې يې داسې مرکزونه جوړ کړي چې که چا کې د کورونا وايرس پخلی وشي نو هلته به يې ساتي.

رویټرز خبري اژانس د فرورۍ پر لومړۍ نېټه لیکلي چې په چین کې تر اوسه له دې وایرس څخه لږ تر لږه ۲۶۰ ته رسېدلی دی.

فکر کېږي چې د کورونا په نامه دا وایرس د چین په ووهان ښار کې د کبانو له هغه بازاره خپور شوی چې د ځايي چارواکو په وینا غیرقانوني غوښه پکې خرڅېده.

XS
SM
MD
LG