د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ یو روسی پوځي پلاوی میرامشا ته بیولی


د پاکستان پوځ وايي، د روسي پوځ یوه پلاوي د شمالي وزیرستان سفر کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:20 0:00

د پاکستان پوځ وايي، د روسي پوځ یوه پلاوي د شمالي وزیرستان سفر کړی

د پاکستان پوځ وايي، د روسي پوځ یوه پلاوي د زیارت پرون د شمالي وزیرستان سفر کړی دی چېرته چې ورته په میرامشا کې له ((ټولو ترهګرو څخه د قبایلي سیمو پاکولو د هڅو)) او د ډېورنډ پر کرښه د ((پولې انتظام)) په اړه معلومات ورکړل شول. خو کار پوهان وايي چې د روسي پوځ پلاوي پاکستان ته راتلل يو لويې پرمختګ دې څه سره به چې د پاکستان او روس تعلقات ښه شي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، د پلاوي مشري د هغه هېواد د پوځ عمومي سټاف مرستیال مشر اسراکوف سېرګې یوري اېوېچ کوله چې ورته په میرامشا کې له ((ټولو ترهګرو څخه د قبایلي سیمو پاکولو د هڅو)) او پر ډېورنډ کرښه د ((پولې انتظام)) په اړه معلومات ورکړل شول.

د دفاعي چارو کار پوه پروفېسر حسن عسکري، وايې قبایلي سیمو ته دا د روسي پوځي پلاوي لومړۍ دوره ده چې یو لوی پر مختګ دی او دا د دې ښکارندوي کوي چې د اسلام اباد او مسکو په تعلقاتو کې بدلون را روان دی.

د حسن عسکري په وینا روس غواړي د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لارې پراخې کړي او بل دا چې روس د چين او پاکستان په مرسته په افغانستان کې دننه امن لپارههم کار کول غواړي. او بل پاکستان هم غواړي چې په تير وختونو کې له روس سره چې کوم خراب تعلقات وو هغه بيا ښه شي. او په تېرو درو څلورو کلونو کې همدغه په نظر راځي.

حسن عسکري زياته کړه چې په د پاکستان او روس اړيکو سره د پاکستان او امريکا اړيکې نه شي کمزورېکېدلی ځکه چې د پاکستان له امريکا سره په مختلفو څانګو کې تر روس زيات تعلقات دي.

قبایلي سیمو ته دا د روسي پوځ غېر معمولي سفر ګڼل کېږي. البته تېر کال په سېپټېمبر کې د روسيې ځواکونو یوې ډلې له پاکستاني پوځ سرهپه ګډه پوځي مشقونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG