په وژل شویو کې د ۳۶ پېژندګلوي شوې او خپلوانو ته سپارل شوي دي. په دوی کې د قمبر شهزاد کوټ، مستونګ او رحیم یار خان اوسېدونکي شامل دي. په ژوبلو کې د راولپېنډۍ کسان هم شته
د پاکستان قومي اسمبلۍ د يوې قايمه کمېټۍ يو شمېر غړو ويلي، په دې هېواد کې ترهګري ځکه زياته شوې چې په سکولونو کې ماشومانو ته عربي ژبه نه ښودل کيږي.
په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ د مدني ټولنې فعالان راغونډ شوي وو او د راروانې يونيورسل پېرياډک ريويو يا "يوې دورې ته نړيوالې کتنې" په اړه صلاح يې سلا مشورې وکړې.
د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ وویل چې په پېښور او د پاکستان په نورو سیمو کې د افغان کډوالو ځورولو خبرونه مخې ته راغلي دي چې د مخنیوي لپاره یې اقدامات کوي.
د پاکستان خارجه چارو دفتر افغان کډوالو متعلق د بشري حقونو څارډلې رپورټ رد کړی دی او ويلي دي چې دا قسمه رپورټونه د افغانستان او پاکستان تر مينځه همغږې او نيک نيتې په جذبه کې خنډان پېدا کوي۔
د عوامي نېشتل ګوند سنېټر الیاس بلور وويل، د پاکستان لومړي وزير د يوه کس په وينا د فاټا اصلاحاتو موضوع د کابينې غونډې له اېجنډا اېستلې وه.
د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ویلي چې د پاکستان سوپر لیګ کرکټ پایلوبې لپاره به د امنیت په لړ کې هره ممکنه همکاري کوي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان مشال ريډيو ته وويل، له خپلې مخې منځګړتوب نه شي کولی که کابل او اسلام اباد ورته ووايي نو حاضر دی. خو زیاتوي چې د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو ښه کولو په لړ کې باید چين خپل کردار ادا کړي.
د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه کې د متحده قامي موومنټ پاکستان غړي کرنل ريټایرډ طاهر مشهدي وويل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد قامي کړنلارې (قامي اېکشن پلان) په عمليکولو کې ناکامه شوی دی.
د پنجاب صوبې سرښار لاهور په چېرنګ کراس سيمه کې د ګل په ماښام تر سره شوې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي او د ۸۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.په وژلوو شویو کې دوه پوليس مشران او په ژوبلو کسانو کې د خبريالانو ترڅنګ د ميډيا کارکوونکي هم شامل دي.
د ژغورنې ډلې چې روغتونونو ته د ټپیانو په رسولو او نورو مرستو بوخت ول، مطبوعاتو ته ويلي چې نېږدې ۴۰ کسان ژوبل دي.
د کراچۍ په ناظم اباد سيمه کې د اتوار په ورځ د شخصي ټي وي سما په ګاډي نامعلومه کسانو ډزې کړي چې پکې مرستيال کېمره مېن تېمور وژل شوی دی.
نور وښیئ