د پاکستان د سمندري پوځ په مشرۍ د ۳۷ ملکونو پينځه ورځني جنګي مشقونه نن د جمعې په ورځ په کراچۍ کې پېل شوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چېد افغانستان سولې بهیر لپاره په ماسکو کې کېدونکې غونډه کې به برخه اخلي چې امريکا، روس، هند، چين او افغانستان هم پکې ګډون کوي.
پوليس وايي، حنا شاهنواز د تره زوی د ګل په ورځ وژلې ده.
سعودی ګزټ بیا په خپل یو رپورټ کې تور لګولی چې په دې کې ځيني پاکستانیانو د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش سره تړاو درلوده. د یادې ورځپاڼې د رپورټ ترمخه یو شمېر پاکستانیان د نشۍ توکیو په قاچاق، غلا، جعلسازۍ او د جسماني تشدد په کېسونو کې ککړ وو.
د اطلاعاتو وفاقي وزېرې مريم اورنګزيب وینا وه چې کوم افغان کډوال رجسټريشن کارډ لري د هغوی موده تر دسمبر ۲۰۱۷ م کال پورې د غځولو منظوري ورکړل شوې ده
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سنیټر عثمان خان کاکړ وايي، سرشمېرنه اوس هم تر خپل وخته لس کاله ځنډېدلې ده، نو ځکه بايد نوره و نه ځنډول شي.
د اسلام اباد غونډې برخوالو د پاکستان وفاقي حکومت ته دړکه ورکړې که فاټا اصلاحات عملي نه کړل شول نو د مارچ پر دولسمه نېټه به د پلازمېنې پر لور احتجاجي لاریون کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه د سياستوالو، مدني ټولنو غړو او زده کوونکو يوه جرګه کې فیصله شوې وه چې د قبايلي سيمو د حیثيت آيني بدلون پرېکړه بايد له قبايلو څخه تر پراخې پوښتنې وروسته وشي.
د افغان کونسلخانې وياند په خپاره کړي بيان کې پېښه ذاتي دښمني بلل شوې او له رسنيو سره یې نور معلومات نه دي شريک کړي.
د پاکستان شماریاتو اداره کې د سرشمېرنې کمېشنر حبیب الله خټک ویلي د مارچ په پنځلسمه نېټه کېدونکې سرشمېرنې پر وخت چې پښتانه په کومه صوبه کې وي، نو هم هلته به حسابېږي.
په لاهور کې د جمات الدعوه د مشر حافظ سعید د نظربندۍ وروستو د پنجاب په مختلفو سیمو کې د دې ډلې خلاف عملیات پیل شوي خو دغه تنظیم د تحریک ازادي جمو او کشمیر په نوم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی.
نور وښیئ