د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د یوه خبریال وژلو ضد لاریونونه


د کراچۍ په ناظم اباد سيمه کې د اتوار په ورځ د شخصي ټي وي سما په ګاډي نامعلومه کسانو ډزې کړي چې پکې مرستيال کېمره مېن تېمور وژل شوی دی.

د پېښې په اړه د سما ټي وي له خوا په جاري شوي بيان کې راغلي چې نامعلومه موټرسايکل سورو د هغوی پر ګاډي پر داسې مهال ډزې کړې چې د يوې پېښې پوښښ (کورېج) لپاره روان وو. پوليسو ويلي چې يوه کمېټي يې د دغه پېښې پلتنو لپاره ګمارلې ده.

بل اړخ ته د پاکستان د خبريالانو مرکزي سازمان پي اېف يو جی په ټول ملک کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی او ويلي يې دي چې نن د ګل په ورځ به مازيګر په ټولو لويو ښارونو کې مظاهرې کوي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د ياد سازمان مشر افضل بټ وويل چې دوی تل د ميډيا ادارو له مالکانو غوښتنه کوي چې که په کوم ګاډي يا کارکوونکي يې بريد کېږي نو بايد له هغوی سره د ژغورنې بندوبست وي چې د سر زیان پېښې کمې کړل شي بله دا چي حکومت بايد پر ميډيا بريد هم هغه شان واخلي لکه څنګه چې په امنيتي ځواکونو بريد وي.

(د حکومت نه موږ څو څو وارې دا غوښتنه کړې چې په ميډيا کوم بريد وي دا دې داسې واخستل شي لکه څنګه چې په امنيتي ځواکونو بريد کېږي، په امنتي ځواکونو د بريد کوونکو پرضد د ترهه ګرۍ دفعې لګول کېږي، هم دا رنګ دې په ميډيا د بريد کوونکو پرضد هم د ترهه ګرۍ دفعې ولګول شي، يو نظام بل هم داسې جوړ دی چې د ځواکونو کوم تن وژل کېږي نو هغه سره مرستې کېږي، موږ دا وايو چې د خبريالانو دپاره دې هم دغه نظام جوړ کړل شي، د اته کالو نه موږ دا غوښتنې کوو خو نه موجوده حکومت او نه تېر حکومت دې اړخ ته څه پام کړی دی.)

د خبريالانو سازمانونه په عمومي توګه دا ګيله هم کوي چې مېډيا مالکان او ادارې خپلو نویو کارکوونکو ته تربيه نه ورکوي، هم په دې اړه په کراچۍ کې مېشت خبريال علي ارقم وايي چې په تېرو وختونو کې هم د ميډيا پر ګاډو بريدونه شوي دي خو لا هم د ميډيا مالکانو او ادارو له خوا کارکوونکیو ته د روزنې ورکولو هېڅ دود نه ترسترګو کېږي.

د ميډېا مالکانو خپلو کارکنانو ته د تربيې ورکولو په اړه د خبريالانو د سازمان پي اېف يو جی مشر افضل بټ هم د تربييې کمی مني او وايي چې بايد ټولې ميډيا ادارې هر وخت د داسې کوم بد حالاتو راتللو ته ځان تيار وساتي که څه هم حالات سم وي خو دا پېښې په هر ځای او هر رنګ حالاتو کې راتللی شي.

(يو زموږ خپله ستونزه هم دا ده چې حالات لږ سم شي نو موږ هم په ارام شو دا ځکه چې دلته د تربيت کمی دی، وسله وال خو يواځې موقع ګوري او موږ وايو چې نه حالات اوس ښه شوي دي، زموږ ټولنه بايد څليريشت ساعته دې خبرې ته ځان تيار وساتي چې هغوي کله هم د کومې پېښې ښکار کېدلی شي داسې دا خطرې کمېدلی شي ختمېدی نه شي.)

د ذکر ده چې تر دې وړاندې د ۲۰۱۵م د ستمبر په مياشت کې هم د سما ټي وي پر ګاډي ډزې شوې وې خو مرګ ژوبله یې نه وه اړولې.

د وزيراعظم نوازشريف ترڅنګ بېلا بېلو سياسي مشرانو په سما ټي وي بريد غندلی او ويلي يې دي چې ملزمان به ژر ونيول شي.

د سيند اعلی وزير مرادعلي شاه دا پېښه په پام کې نيولې او د پوليسو مشر ته يې امر کړی چې د ملزمانو نيولو دپاره دې په سمدستي توګه هڅې پېل کړي.

د دې پېښې مقدمه هم درج کړی شوې او پوليس اعلان کړی چې که چا د دې په اړه کوم معلومات ورکړل نو هغه ته به لس لاکه روپۍ انعام ورکول کېږي.

د دې پېښې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

XS
SM
MD
LG