د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ زياتوالی په نصاب کې له عربي ژبې سره تړاو نلري"


د پاکستان د قومي اسمبلۍ کېبينټ سکريټرېټ قايمه کمېټۍ په غونډه کې د چارشنبې په ورځ د عربي ژبې د لازمي مضمون ۲۰۱۵ بل په اړه بحث وشو. د کمېټۍ يو شمېر غړو وويل چې په دې هېواد کې ترهګري ځکه زياته شوې چې په ښوونځيو کې ماشومانو ته عربي ژبه نه ښودل کيږي.

دا بِل له جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې سره اړه لرونکې د کمېټۍ غړې نعيمه کشور خان وړاندې کړ او وې ويل چې عربي ژبه بايد په ښوونځيو کې د لازمي مضمون په توګه وښودل شي.

موږ ځکه په ښوونځيو کې عربي ژبه لازمي ګرځول غواړو چې ماشومان د قران او حديث په صحيح معنا پوه شي

نوموړي زياته کړه چې د عربي ژبې په درس ورکولو سره په ترهګري کې کمی راوستل کېدای شي. هغې د دې خبرې د دليل وړاندې کولو په توګه مشال راډيو ته وويل چې دوی ځکه په ښوونځيو کې عربي ژبه لازمي ګرځول غواړي چې ماشومان د قران او حديث په صحيح معنا پوه شي او نوموړې زياتوي چې د دې اغېز به دا وي چې ماشومان به بيا په ترهګرو بريدونو کې نه کارول کېږي او له دې عمل به وژغورل شي. د نعيمه شاکر خان په خبره په قران ځان په پوهولو سره يو خوا ماشومان ټولنې ته ښه خدمت کولای شي او بلخوا په دې سره په ترهګرۍ کې هم کموالی راتلای شي.

د اغلې نعيمې د خبرې تاييد د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې سره تړاو لرونکې د کمېټۍ غړې پروين مسعود بټي او د پاکستان تحريک انصاف ګوند اسد عمر او نفيسه خټک هم وکړ.

په ښوونځيو کې د عربي ژبې په رايج کولو سره ترهګري پای ته نشې رسېدلای

خو د متحده قومي غورځنګ سره اړه لرونکی د يادې کمېټۍ غړی سيد علي رضا عابدي له ياد منطق سره اتفاق نه کوي او وايي چې د عربي ژبې په رايج کولو سره ترهګري پای ته نشې رسېدلای. نوموړی وايي، د ډېريو ترهګرو ژبه عربي وي او په پاکستان کې هم يو شمېر ترهګر په عربي ژبه يو بل پېغامونه رسوي. د هغه په وينا، دا ژبه له مخکې نه په مدرسو کې ويل کيږي او د هغه غوښتنه دا وه چې د قران مجيد د ايتونو د تفسير لپاره بايد اتفاق رامنځ ته شي تر څو ټولو فرقو ته د منلو وړ وي. د هغه په نظر دا بِل بايد لومړی په پاکستان کې د ديني مدارسو له تنظيم ((وفاق المدارس)) له نظره تېر کړل شي.

بلخوا د پېښور ټېکسټ بک بورډ پخوانی مشر او د پېښور پوهنتون پروفېسر ډاګټر فضل رحيم مروت وايي، د ترهګري اسباب بېل دي او د دې زياتوالی يا کموالی بايد له ژبې سره ونه تړل شي. نوموړی وايي، که د عربي ژبې لازمي ګرځولو مقصد دا وي چې قران شريف په عربي ژبه دی نو بيا خو بايد د منځني ختيځ په هېوادونه له سعودي څخه تر سوريا او بيا په عراق او نورو هېوادونو کې ترهګري نه وای ځکه د هغو ژبه هم عربي دی او په قران هم پوهيږي.

د ترهګري اسباب بېل دي او د دې زياتوالی يا کموالی بايد له ژبې سره ونه تړل شي

پروفېسر مروت زياتوي چې په پاکستان کې اوسمهال هم په ټولو ښوونځيو او پوهنځيو کې اسلاميات د لازمي مضمون او عربي د اختياري مضمون په توګه ورته ويل کېږي. د قامي اسمبلۍ په سټېنډنګ کمېټۍ کې د سکولونو لپاره د عربي ژبې لازمي ګرځولو پر بِل بحث په داسې حال کې پېل شوی چې د خېبر پښتونخوا صوبايي کابينې په دا وروستيو کې د دې منظوري ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG