د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د افغان کډوالو د مودې غځولو تړون لاسلیک شو


په اسلام اباد کې د شورو په ورځ د پاکستان افغانستان او د یو اېن اېچ سي ار ترمينځ د شوي تړون له مخې په پاکستان کې مېشت رجسټرډ افغان کډوال به په دغه هېواد کې د سږني کال د دسمبر تر ۳۱ نېټې پورې په قانوني توګه ایسارېدای شي او نا رجسټرډ هغه به یې رجسټرېږي.

د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ وویل چې په پېښور او د پاکستان په نورو سیمو کې د افغان کډوالو ځورولو خبرونه مخې ته راغلي دي چې د مخنیوي لپاره یې اقدامات کوي.

نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، یو افغان کډوال به هم په زرو له پاکستانه نه اېستل کېږي او کاروباریانو او زده کونکيو ته به اوږد مهالې ویزې ورکول کېږي:

(ترڅو پورې چې د اوږدې مودې ویزو تعلق دی هغه له بېلا بېلو څېزونو سره اړه لري لکه یو کس دلته په پاکستان کې کاروبار کوي یا له یو چا سره شریکدار دی نو هغه ته به د اوږدې مودې ویزه ورکوو. دغه رنګ که یو زده کونکی دلته په پاکستان کې سبق وایي او هغه ۲ کاله پوره کړي وي او ۳ کاله ورته پاتې وي نو هغه ته به د درو کالو ویزه ورکول کېږي. نو دا یو حقیقت دی چې څوک به هم په زور نه اېستل کېږي. نو موږ خپلو کې یوه لوظنامه وکړه چې په چا به هيڅ زور زبردستي نه کېږي.)

په پاکستان کې د افغانستان سفیر محمد عمر زاخېلوال مشال راډیو وویل چې کوم افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي هغوي په خپل تګ خوشاله دي ځکه چې د هغوی تګ د خپل وطن د پرمختګ سبب ګرځېدلی:

(د دوی تګ تکل یواځې د خپلځان په خاطر نه دی په دې اند باندې ځي چې د دوی تګ د هېواد په ګټه دی هلته د سولې په ګټه دی نو هیله لرم چې که خدای کول نو هم داسې به وي نو دغه نننۍ خبرې یواځې په دې نه وې چې د کډالو د کارتونو یا بیرته تګ موده وغځول شي بلکې زیات موږ په دې پروسه باندې خبرې وکړې چې څنګه کولای شو په ۲۰۱۷ کې د کډوالو د بیرته تګ پروسه لا پسې اسانه کړو او په افغانستان کې ورته زمینه برابره شي که څه هم په افغانستان کې موږ ستونځې لرو امنیتي ستونځې هم لرو اقتصادي ستونځې هم لرو مګر دا هم باید له یاده ونه باسو چې په هم هغه افغانستان کې دا اوس دېرشم میلنه نفوس وسېږي نو چې دېرش میلنو نفوس وسېدای شي نو یو میلنه دوه میلنه خپل روڼه نور هم ورسره وسېدای شي.)

غونډې کېد یو این اېچ سي ار نماینده اندریکا راټ وټې د بشري حقونو د څارډلې یا هیومن رائټس واچ هغه رپورټ رد کړو چې پکې ي ویلي وو چې پاکستان افغان کډوال په زور خپل هیواد ته په ستنېدو مجبوره وي او یو ایناېچ سي ار دې لړ کې د پاکستان مرسته کوي.

د نوموړي په وینا په دې رپورټ کې حقیقت نشته:

(موږ د بشري حقونو د څارډلې رپورټ منو خو په دغه کې وړاندې کړل شوې خبرې د حقیقت سره سمون نه خوري او موږ باور لرو چې د ځورولو څه پېښې مخې ته راغلي دي خو د پاکستان حکومت تو یو این اېچ سي ار هغه په نظر کې نیولي دي خو د دې مطلب دا نه دی چېد ټول سره داسې شوي دي.)

د شورو په ورځ د پاکستان د خارجه چارو دفتر هم د افغان کډوالو متعلق د هیومن رائټس واچ رپورټ رد کړې وو او وویل وو چې دا قسمه رپورټونه د پاکستان او افغانستان ترمینځ تعلوقاتو کې خنډان پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG