نوموړي تېر مازیګر په ډېره اسماعیل خان کې خبري غونډې ته وویل، وزیراعظم په اصلاحاتو کې د ده دریځ په نه شاملولو له ده سره دوکه کړې ده.
د پاکستان ملتپاله ګوندونه وايي د قبايلي سیمو اصلاحاتو په اړه د کابينې اعلان او فيصلې مبهمې بللې او دوی يې اندېښمن کړي دي.
"د اپرېل تر دېرشمې نېټې به د فاټا ټول بې کوره کړل شوي خلک ستنول کېږي او د دې ترڅنګ د ۲۰۱۸ مېلادي کال تر ټولټاکنو وروسته به په قبايلي سيمو کې بلدياتي انتخابات ترسره کېږي.''
په دې غونډه کې به په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو پر عمل خبرې وشي او د دوی په وینا، هیله من دي چې وزیراعظم به یې منظوري ورکړي.
رانا ثناوالله وويل، په تېر يو کال کې د پنجاب قانون نافذونکو ادارو د پنځلس لاکه کسانو د شناخت عمل ترسره کړی چې د ده په وينا ډېری یې پنجابيان ول.
د سرمشريزي په پای کې يوه اعلاميه خپره شوه چې پکې د ترهګرۍ، سختدريځۍ او نشيي توکیو د مخنیوي په لړ کې پر ګډو همکاريو اتفاق شوی.
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، د تورخم او چمن لارو تړل کېدو دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی دی.
په پاکستان کې د پوځي عدالتونو موده د دوو نورو کلونو لپاره پر غځولو د پارلېمان ډېری سياسي ګوندونه متفق شوي دي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې سلاکار امير مقام وویل، د پنجاب اعلا وزير شهبازشريف په مشرۍ جوړه کمېټۍ کې د پښتنو په ګډون د پوليسو مشر او د قانون صوبايي وزير راناثناءالله هم شامل دي.
د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد آصف مشال راډيو ته وويل چې د ردالفساد بنيادي مقصد د دغه هيواد په ښاري سيمو کې د وسله والو پر ضد عملیات کول دي.
د بلوچستان د لورالايي رساله لاين سيمې اوسېدونکي چې په اسلام آباد کې په احتجاج دي وايي چې د اېف سي ځواکونو يې کورونه ونړول او دوی يې بې کوره کړل.
پاکستان به راتلونکې اوونۍ د اقتصادي همکارۍ سازمان د غونډې کوربه وي. د اقتصادي همکارۍ سازمان ۱۳مه غونډه به ...
نور وښیئ