د سوات پوليسو د اتوار پر ورځ مشال راډو ته وويل چې په تېرو دريو ورځو کې درې مېرمنې چې دوو په کې بچي هم درلودل د سوات په مټه کې د غيرت په نامه وژل شوي دي.
خو په سوات کې د مېرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکې يوه ټولنه بيا وايي چې په تېرو څلويښتو ورځو کې اته مېرمنې د غېرت په نامه وژل شوي او دريو مېرمنو بيا په زهرو خوړو سره ځان وژلی کوم چې د دوي په فکر هم د غېرت په نامه وژنې دي.