د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور چاودنه: نږدې سل تنه مړه او ژوبل


امنیتي سرتیري یو ژوبل تن پورته کوي.
امنیتي سرتیري یو ژوبل تن پورته کوي.

د پنجاب صوبې سرښار لاهور په چېرنګ کراس سيمه کې د ګل په ماښام تر سره شوې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي او د ۸۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.په وژلو شویو کې دوه پوليس مشران او په ژوبلو کسانو کې د خبريالانو ترڅنګ د ميډيا کارکوونکي هم شامل دي.

د پنجاب د پوليسو د مشر مشتاق سکهېرا په وینا په دې پېښه کې شپږ پوليس سرتېري وژل شوي دي.د پېښې په ځای کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پنجاب پوليسو مشر يا ايي جي مشتاق سکهېرا وويل چې دا يو ځانمرګی بريد و:

« دا یو ځانمرګی برید و، په دې پېښه کې تر دې دمه ديارلس کسان وژل شوي چې پکې شپږ پوليس سرتېري دي، په دغه شپږو کې يو د ټرېفکي پوليسو مشر (ډي ايي جي) احمد مبين او بل اېس اېس پي اپريشن زاهد ګوندل دی. »

لاهور: د پېښې ځای
لاهور: د پېښې ځای

د فبرورۍ په ۷مه نېټه د پاکستان ترهګرۍ ضد ملې ادارې (NACTA) ځينو چارواکو ته داسې يو خط ليږلی و چې په هغه کې په لاهور کې د ممکنه بريد وېره ښودل شوې وه. خو د پنجاب د قانون وزير رانا ثناالله د ممکنه خطرې په اړه مطبوعاتو ته ويلي چې دوd د دې نه خبر وو او د امنيت کلک ګامونه يې پورته کړي وو.

« د دړکې دغه خط راغلی و خو دا يوه حساسه سيمه هم ده او دلته د امنيت کوټلي ګامونه پورته کړی شوي وو ، څه کمی پکې نه و، د چاودنې د نوعيت پوره معلومات به له پلټڼ وروسته معلوم شي خو هلته موجود خلک او په خصوصي توګه پوليس وايي چې دا يو ځانمرګي بريد و. »

دا پېښه په داسې مهال رامنځ ته شوې چې په دغه سيمه کې د صوبايي حکومت پرضد يوه احتجاجي مظاهره روانه وه.په روغتون کې د خبريالانو سره د خبرو پروخت د لاهور کمشنر عبدالله سنبل وويل چې دوی د خالي له ورځې راهېسې د خبرو اترو د لارې د احتجاج ختمولو هڅې کولې او دوی ته ويل شوي وو چې په لږ وخت کې به دا ځای خالي کړي.

« د خبرو اترو لړۍ روانه وه، هم دغه وجه وه چې د احتجاج کوونکو شمېره کمه وه، د دې پېښې نه لږ وخت وړاندې هم دا ويل شوي وو چې دوی به زر دا ځای خالي کړي خو د بدقسمتۍ نه دا چاودنه وشوه.»

د وژلو شویو او ژوبلو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه لا هم کوم معلومات مخې ته نه دي راغلي خو چارواکي وايي ژوبل کسان د ښار ميو او ګنګارام روغتونونو ته وړل شوي دي چې پکې د ځينو حالت مرګونی ښودل کېږي.

د پاکستان لومړی وزیر
د پاکستان لومړی وزیر

صدر ممنون حسین او وزيراعظم نوازشريف ترڅنګ د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه دغه بريد غندلی او ويلي يې دي چې دا رنګ بريدونه کله هم د دوی حوصلې کمزورې کولی نه شي او د ترهه ګرۍ پرضد روان جنګ به منطقي انجام ته رسوي.

د دې پېښې ذمه واري د تحريک طالبان جماعت الاحرار ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG