د پاکستان شماریاتو اداره کې د سرشمېرنې کمېشنر حبیب الله خټک ویلي د مارچ په پنځلسمه نېټه کېدونکې سرشمېرنې پر وخت چې پښتانه په کومه صوبه کې وي، نو هم هلته به حسابېږي.
په لاهور کې د جمات الدعوه د مشر حافظ سعید د نظربندۍ وروستو د پنجاب په مختلفو سیمو کې د دې ډلې خلاف عملیات پیل شوي خو دغه تنظیم د تحریک ازادي جمو او کشمیر په نوم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی.
په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو استازي وايي حکومت دې د دوی د سيمو آيني حیثیت بدلولو مخکې هلته پرمختيايي کارونه پيل کړي او په راتلونکې کې چې قبايلو په اړه هره کمېټه جوړيږي بايد له قبايلي سيمو د پارلمان غړي پکې وي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د جمعې په ورځ جرګې او پنچايت ته د قانوني حېثيت ورکولو قانون منظور کړی دی. د دې قانون په ملاتړ کې رايه اچوونکي وايي د دې کار مقصد ټولنيزې ستونزې ژر هوارول دي.
د پاکستان شماریاتو ادارې کې د سرشمېرنې کمېشنر حبیب الله خټک وايي، د مارچ په پنځلسمه نېټه کېدونکې سرشمېرنې پر وخت چې پښتانه په کومه صوبه کې وي، نوهم هلته به شمېرل کېږي.
وزيراعظم زياته کړه چې دلته ډېر خلک ځوانان د مذهب او سياست په نامه دوکه کېږي خو دا دې په ډاګه وي چې هم دغه خلک يواځې خپلې ګټې غواړي او له ځوانانو سره هم مخلص نه دي.
په پاکستان کې مذهبي سیاسي ګوندونه او ډلې پر حکومت تور پورې کوي چې پر مدرسو د سختدریځۍ ټاپه لګوي او د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې په مټ یې په نښه کوي.
د روسۍ ژبې یو متل دی چې په بحث کې ريښتیا پیدا کېږي. موږ چې یوه موضوع سوشل میډیا ته وړاندې کوو نو د دې لپاره نه چې یو بل ته کنځل وکړو بلکې خاص د دې لپاره چې ورباندې په دلیل بحث وکړو.
د کارپوهانو په اند پاکستان نه غواړي چې پرې بنديزونه ولګېږي او يا پرې امداد بند شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايې چې د امريکا لخوا تر بندېز لاندې ملکونو کې پاکستان شامل نه دې پاکستان او مريکا تر مينځه اړيکې له وړاندې مضبوطې دي او هيله لري چې د نوې انتطاميې سره به دغه اړيکې نورې هم مضبوطې شي.
د سږني کال ۲۰۱۷ له ۱۵م مارچه پیلېدونکې سرشمېرنه به په دوو پړاونو کې کېږي.
نور وښیئ