د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر د فاټا په قامي بهير کې د ورګډولو ملاتړ وکړ


د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د جنوبي وزيرستان دورې پرمهال ويلي دي چې په سيمه کې د امنيتي حالاتو لا ښه کولو او د معاشي او ټولنيزې ترقۍ لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي،

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار ډايریکټر جنرل آصف غفور په يوه بيان کې ویلي چې د اتوار په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ته د جنوبی وزیرستان دورې پرمهال د پولې د امنيت په چارو، په عارضي توګه بې کوره شوو خلکو ستنيدو او د هغوی له بحالۍ سره سره د سيمې د امنيت، کرارۍ او پر روانو حالاتو بریفنګ وركړل شو.

په بيان کې ويل شوي دي چې د پوځي مشر وينا وه چې د قبايلي ولس د خواهشاتو مطابق فاټا په قامي بهير کې د شاملولو د حکومتي کوښښونو ملاتړ کوي او په سيمه کې د امنيت او کرارۍ لپاره به خپل کوښښونه جاري ساتي.

د ذکر ده چې په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټۍ جوړه کړې وه خو د هغې پر سپارښتنو جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند اندېښنې ښودلې وې او وايي چې د فاټا د راتلونکي فیصله دې د یوې ټولپوښتنې (ریفرېنډم) له لارې وکړل شي.

د يادونې ده چې د پوځي مشر تر دورې يوه ورځ ورسته د ګل پر ورځ د واڼه سب - ډويژن په توی خوله سيمه کې یوې ريموټ کنټرول بمي چاودنه درې امنيتي سرتېري وژلي دي.

د پېښې ذمه واري د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني منلې ده.

XS
SM
MD
LG