د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سپرلېګ: د درغليوو پلټنې کيږي


شرجېل خان
شرجېل خان

پاکستان کرکټ بورډ د ممکنه درغليوو د تړاو په تور دوه هغه لوبغاړي چې دا مهال د پاکستان سپر لېګ سياليوو لپاره په دوبۍ کې وو، خپل وطن ته ورغوښتي دي. د دغو سياليوو مشر نجم سيټي په خپل بيان کې ويلي چې له دغو دوو لوبغاړو شرجېل خان او خالد لطيف څخه په دې اړه نورې پلټنې کوي.

د سيټهي په خبره له محمد عرفان، شاه زیب حسن او ذوالفقار بابر څخه هم پلټنې شوي دي. پاکستان سپر ليګ کرکټ ټورنمنټ يا پي، ايس، ايل د پاکستان کرکټ بورډ له خوا په دوبۍ کې د فرورۍ په نهم تاريخ پيل شو چې د مارچ تر پنځمې پورې به دوام لري. دې سياليوو کې لوبيدونکې لوبډلې په نړيوالو او پاکستاني لوبغاړو مشتملې دي. دوی کې پيښور زلمي، کويټه ګليډيټرز، لاهور قلندر، اسلام اباد يونايټيډ او کراچۍ کينګز شامل دي.

شرجېل خان، خالد لطیف او محمد عرفان د اسلام اباد يونايټيډ لوبغاړي دي. ذوالفقار بابر په کوټه ګليډيټرز او شاه زیب حسن د کراچۍ کينګز په لوبډله کې دي. دوی ټولو په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان په قامي لوبډله کې هم لوبه کړې ده.

له محمد عرفان هم پلټنې شوې دي خو معطله شوی نه دی.
له محمد عرفان هم پلټنې شوې دي خو معطله شوی نه دی.

د چارواکو په وينا په دوبۍ کې روانو دغو سياليوو پر دويمه ورځ د يادو لوبغاړو پر ضد دا کاروايي د مشکوکو خلکو سره د رابطو وروسته شوې. د پاکستان سپر ليګ مشر نجم سيټي د پاکستان سرکاري ټي وي سره په خبرو کې ويلي چې شرجيل خان او خالد لطيف يې په عارضي توګه معطل کړي او دواړو لوبغاړو ته به د خپل دريځ د روښانه کولو موقع ورکول کيږي.

نجم سيټي په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د پي، ايس، ايل دوران لوبه خرابونکي کارونه د برداشت وړ نه دي. د پاکستان سپر ليګ پرانسته د تير زيارت پرورځ د اسلام آباد یونايټډ او پيښور زلمي ترمېنځ له لوبې وشوه. دا ميچ اسلام اباد يونايټيډ وګاټه. خالد لطيف دې لوبه کې نه وو خو شرجېل خان په څلور منډو اوټ شو.

د پاکستان د قامي لوبډلې پخواني لوبغاړي رفعت الله مومند نن مشال ريډيو ته په دې اړه وويل چې په اوسنيوو حالاتو کې بايد لوبغاړي ډير هوښيار واوسي. هغه زياته کړه: ((لوبغاړي بايد داسې چا سره ملاقاتونه ونه کړي چې له وجې پرې ګوتې اوچتېدی شي.)) د نوموړي په وينا پاکستان کرکټ بورډ بايد د دې مسلې پوره څېړنه وکړي او که څوک په درغليوو کې ککړ وي نو پر ضد دې يې سخت ګامونه واخيستل شي.

پاکستان پخوا هم د ميچ فيکسينګ يا په لوبه کې د درغلۍ لپاره د پيسو اخيستو په مسله کې اغېزمن شوی. دري لوبغاړي محمد عامر، محمد آصف او هغه مهال د دوی د لوبډلې مشر، سلمان بټ په ۲۰۱۰ کال کې د مېچ فکسنګ سګېنډل په جرم کې زنداني شوي وو.

محمد عامر د قيد تر تېرولو وروسته بېرته د پاکستان ملي لوبډلې ته راستون شوی. ځينو پخوانيوو لوبغاړو پر دې کار نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د کرکټ نړيواله شورا يا کونسل بايد د لوبې خرڅوونکو پر ضد سزا سختې کړي.

XS
SM
MD
LG