د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې يوه زده کونکې وژل شوې ده


د خېبر پښتونخوا هنګو ضلعې په استرزو کې یوه زده کونکې حنا شاهنواز د ناموس په نوم وژل شوې ده۔

د استرزی تاڼې يو مشر ناصر حسين مشال راډیو ته ويلي، حنا شاهنواز د تره زوی د ګل په ورځ وژلې ده.

نوموړې د وژنې وجه کورنۍ کړکېچ و باله او وې ويل چې مشکوکه وژونکی تښتېدلی دی.

نوموړي زياته کړه چې د حنا خور د قتل تور د تره پر زوی محبوب عالم لګولی دی او پوليسو په دې اړه ثبوتونه راغونډ کړي او ډېر ژر به هغه ونيسي.

د حنا شاهنواز ملګروايي، د حنا مور او پلار له سرطانه مړه شوي او يوازينۍ ورور يې يو چا ور وژلی وو او دې داوخت د خپلې کونډې ورېندار، کونډې خور او د هغې د دوو ماشومانو پالنه کوله.

حنا شاهنواز له پېښور پوهنتونه په نفسياتو کې اېم فل کولی او ورسره يې په يوه غېر سرکاري اداره کې نوکري هم کوله.

ددې ملګرو مشال راډیو ته ويلي چې د حنا شاهنواز مور او پلار له سرطانه مړه شوي او يوازينۍ ورور يې يو چا ور وژلی وو.

د دوی په خبره، دې داوخت د خپلې کونډې ورېندار، کونډې خور او د هغې د دوو ماشومانو پالنه کوله.

ماله کماري چې د حنا يوه نږدې ملګرې ده او له تيرو دريو کالونو راهيسې د پېښور په يوه هاسټل کې يې له دې سره ګډ ژوند کړی دی.

دا وايي، د حنا خپلوانو نه غوښت چې هغه په غير حکومتي اداره کې کار وکړي او هم له دې وجې يې کورنۍ کړکيچ رامنځ ته شوی وو.

ددې په وينا حنا به خپلو خپلوانو ته په ځواب کې ویل چې کله يې پلار او ورور مړه شو نو هېچا ورسره مرسته و نکړه خو اوس چې پخپله پیسې ګټی نو دوی یې منع کوي.

​د خېبر پښتونخوا د ښځو جرګې مشره تبسم عدنان وايي چې د يوې مېرمنې له خوا د خپلې کورنۍ پالنه جرم نه دی .

ددې په خبره د ناموسي وژنو مخنوی نه کول د حکومت ناکامي ده.

د ۲۰۱۶ م میلادي کال اکتوبر مياشت کې د پاکستان پارلېمان د ناموسي وژنو د مخنوي قانون منظور کړی وو چې پکې د ناموس په نوم وژنو کې يې د قصاص حق هم ورکړل شوی وو خو ورسره به قاتل ته عمر بند سزا هم ورکول کېږي.

قانون زياتوي چې د ناموس په نوم وژنو کې روغه جوړه نه شي کېدلای.

د ښځو حقونو لپار کار کونکې ادارې وايي، په پاکستان کې هر کال شاوخوا يو زر مېرمنې د ناموس په نوم وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG