د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرشمېرنه: خواره واره پښتانه به څنګه شمېرل کيږي؟


په پاکستان کې زياتره پښتانه د روزګار په لړ کې په پنجاب او سند صوبو کې ميشت دي. په دوی کې زياتره په سند صوبه کې دي. د عوامي نيشنل ګوند سند صوبې مشر شاهي سيد وايي چې په اخلاقې توګه پکار ده چې پښتانه په کوم ځاي کې وي، نو هم هلته وشمېرل شي.

شاهي سيد وويل: ((کوم پښتون دلته اباد دی، نو پکار ده چې د هغه وسايل هم په بله صوبه بوج نه شي. دا يوه اخلاقي ذمه واري هم ده. په کومه صوبه چې څومره بوج دې، نو پکار ده چې هغې صوبې ته هم هغه شان وسایل ملاو شي. د دې سرشميرنې په مرسته به موږ ته خپل کره شمير معلومشي چې موږ په پاکستان کې په څومره شمير کې يو. د پنجاب پس موږ پښتانه لوی طاقت او قوت يو.))

شاهي سيد زياته کړه چې له سر شميرنې سره به په پښتنو کې شعور رابيدار شي، او دوی ته به خپل حقونه هم ترلاسه شي. بلخوا د قامی وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو جلا نظر لري، او وايي چې بايد په سرشميرنه کې پښتانه په خپلو سيمو کې حساب شي.

ده وويل: ((زما په خيال په دې لحاظ چې پښتانه که د قبايلي سيمو دي او که په بندوبستي علاقو کې دي، نو پکار ده چې سر شميرنه يې دلته وشي. د دوی کورونه دلته دي. وسايل او هر څه يې دلته دي. دا خلک باېد په خپلو علاقو کې ځکه وشمېرل شي، چې د وسايلو ويش هم د ابادۍ په بنیاد کیږي.))

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف صوبايي صدر ډاکټر حيدر علي په خبره که څه هم دا يوه پېچيلې پروسه ده خو پکار ده چې پښتانه په خپلو سیمو کې وشمېرل شي. ډاکټر حيدر زياته کړه: ((زما په خيال دا به له دې صوبې سره زياتي وي. همدغه شان فارمولا باېد په نورو صوبو کې هم عملي کړل شي. په دی به د بلوڅانو او د نورو هم تحفظات وي. زما په فکر مردم شماري به د کوششونو باوجود د تنازعي ښکار شي. دغه مردم شماري له ډېرې مودي پس کيږي، نو پکار ده چې سم کار ورباندې وشي چې ټولو ته د قبلولو وړ وي.))

په پاکستان کې اخري وار سر شميرنه په ۱۹۹۸م کال کې شوي وه چې هغه وخت د پاکستان ټول نفوس څه باندې دیارلس کروړه و خو اټکل کیږي چې اوس به د پاکستان ابادي د ۲۰ کروړه په شاوخوا کې وي.د ايين له مخېپه هيواد کې هر لس کاله وروسته سرشميرنه کيږي، خو له تيرو اتلسو کالو راهېسي په پاکستان کې سرشميرنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG