د لاسرسي ځای

تازه خبر

” د افغان کډوالو په موجودګي کې سرشمېرنه نه منو “


په مارچ مياشت په ټول پاکستان کې سرشمېرنه کېږي، خو په بلوچستان کې بلوڅ ملتپال وايي دا دې تر هغه وخته وځنډول شي تر څو چې د جګړو له امله له دې صوبې کډه شوي بلوڅان خپلو سيمو ته او له بلوچستانه افغان کډوال خپل هېواد ته نه وي ستانه شوي. خو پښتانه ملتپال بیا وايي سرشمېرنه بايد ونه ځنډول شي.

د ایین له مخې په پاکستان کې هر لس کاله وروسته سرشمېرنه کېږي.د ١٩٩٨م کال تر سرشمېرنې وروسته پکار وه بله سرشمېرنه په ٢٠٠٨ م يا ٢٠١٠م کال کې شوی وې، خو د امنيتي ستونځو له امله وځنډول شوه. د پاکستان سپریم کورټ تېر کال اعلان وکړ، چې سرشمېرنه به د سږ کال په مارچ کې کېږي.

خو د بلوڅو اکثر ملتپال ګوندونه اندېښنه لري، چې دا سرشمېرنه به بلوڅان په اقليت بدل کړي، ځکه چې دوی وايي په دې صوبه کې په لاکونو افغان کډوال اوسېږي او هغوى به هم په دې سرشمېرنه کې شامل کړل شي. د نېشنل ګوند مشر او د پاکستان د بندرونو او بېړيو مرکزي وزير حاصل بزنجو وايي، تر څو چې ټول بهرنيان خپلو هېوادونو ته نه وي ستانه شوي، دا سرشمېرنه ورته د منلو وړ نه ده:

«زموږ اندېښنه ده چې د بلوچستان په ډېرو ځايونو کې به د بدامنۍ له امله سرشمېرنه ونه شي او له دې ناامنۍ چې کوم بلوڅان بې کوره شوي دي، که سرشمېرنه وشي دا به نورې سياسي پېچلتياوې پيدا کړي. موږ وايو کله چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي، بيا به مناسبه وي چې سرشمېرنه وشي»

د بلوچستان نېشنل پارټۍ د اطلاعاتو مسول غلام نبي مري
د بلوچستان نېشنل پارټۍ د اطلاعاتو مسول غلام نبي مري

د ١٩٩٨م کال په سرشمېرنه کې د بلوڅو هيڅ يوه ملتپال ګوند د افغان کډوالو په موجودګۍ کې د سرشمېرنې په اړه څه اندېښنه نه وه څرګنده کړې، خو دا ځل د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل چې د تېرې سرشمېرنې په مهال د بلوچستان اعلى وزير وو،د افغان کډوالو په موجودګۍ کې سرشمېرنه نه مني. د دې ګوند د اطلاعاتو مسوول غلام نبي مرى وايي:

«موږ د سرشمېرنې مخالف نه يو، خو موږ وايو دا وخت زيات شمېر بلوڅان په خپلو سيمو کې موجود نه دي، څلوېښت لکه افغان مهاجرين دلته اوسېږي، چې غيرقانوني شناختي کارډونه يې جوړ کړي دي او اويا فيصده بلوڅان پاکستانى شناختي کارډ نه لري، په داسې حال کې که سرشمېرنه وشي، بلوڅان به په اقليت بدل شي»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان کاکړ

بلخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سنیټر عثمان خان کاکړ وايي، سرشمېرنه اوس هم تر خپل وخته لس کاله ځنډېدلې ده، نو ځکه بايد نوره ونه ځنډول شي. عثمان کاکړ وايي د سرشمېرنې پر وړاندېافغان کډوال خنډ بلل هسې يوه پلمه ده. د نوموړي په خبره په اصل کې پنجاب نه غواړي، چې دا سرشمېرنه وشي او پښتانه په اکثريت کې راشي:

«پنجابى دا نه غواړي چې سرشمېرنه وشي، نو پلمه يې بلوڅ جوړ کړى دى، خو سرشمېرنه به خامخا کېږي، البته د شفافيت او د ريښتينې سرشمېرنې لپاره هر ډول ميکانيزم ته پنجابى تيار دى پښتون ورته تيار دى، که بلوڅ ورته تيار دى پښتون ورته تيار دى. زموږ په صوبه کې ټول درې لکه درې زره کډوال راجسټر دي، نو په دې به ځان نه خلاسوي، کډوال چې سل په سلو کې دلته وو دوى سرشمېرنه کوله، خو اوس چې هغوى ټول کډه شوي دي، نو دا پلمه کوي او غواړي چې ځانونه ٧٥ فيصده راولي او دا اوس امکان نه لري»

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزى وايي، د بلوچستان د پښتنو سرشمېرنه پينځه دېرش کاله پخوا په ١٩٨١م کال کې شوې وه او بيا د ١٩٩٨م له سرشمېرنې د پښتنو د يوه ملتپال ګوند د بايکاټ په خاطر د پښتنو سرشمېرنه سمه ونه شوه، خو دا ځل سرشمېرنه بايد په هيڅ حالت کې ونه ځنډول شي:

«څه قوتونه خصوصاً د لويې صوبې خلک غواړي چې سرشمېرنه ونه شي، ځکه نن که سرشمېرنه کېږي په اساس يې د دوى هغه قوت ختمېږي، چې د قومي اسمبلۍ له لارې يې پر ټول هېواد قبضه کړې ده، هر هغه څوک چې د ناامنۍ له امله بې کوره شوي دي، د هغوى سرشمېرنه کول د حکومت او مملکت مسووليت دى او هر بهرنى له سرشمېرنې لرې ساتل هم د حکومت کار دى، دا موږ هم وايو، خو که هسې په دې پلمه له سرشمېرنې انکار کېږي، دا خو زموږ له ټول قام سره ظلم دى»

د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي مشر اصغر اڅکزی
د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي مشر اصغر اڅکزی

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي د سرشمېرنې او کورشمېرنې لپاره يې بشپړې تيارۍ نيولې دي او دا پروسه به په مکمله توګه په شفاف ډول تر سره کېږي، چې د پوځ او نورو امنيتي ادارو له خوا به يې کلک امنيت نيول کېږي.خو بلوڅ ملتپال ګوندونه وايي په اوسني حالت کې که سرشمېرنه ونه ځنډول شي، نو دوى به د پاکستان سترې محکمې ته درخواست وکړي او له جمهوري لارې به له مرکزي حکومته وغواړي، چې سرشمېرنه وځنډوي، که نه وي نو دوى به مجبور وي چې په احتجاج لاس پورې کړي او له سرشمېرنې بايکاټ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG