د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حافظ سعيد ډلې په بدل نوم فعاليت پيل کړ


په لاهور کې د جمات الدعوه د مشر حافظ سعید د نظربندۍ وروستو د پنجاب په مختلفو سیمو کې د دې ډلې خلاف عملیات پیل شوي خو دغه تنظیم د تحریک ازادي جمو او کشمیر په نوم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی.

د مسلم لیګ (ن) ګوند د قامي اسمبلۍ غړی پروفیسر ساجد میر وایي باید د قامي ایکشن پلان لاندې د هغو ټولو تنظیمونو خلاف عملیات وشي چې په دغه هېواد کې بدامني خوروي. ((مونږ هم دا وایو چې په قامي ایکشن پلان دې هغسې کار وشي څنګ چې فیصله شوې ده. همدغه د ترهګرۍ د مسلې حل دی. په دې کې ډیر ښه کارونه روان دی او باید بغیر له څه فرقه په هغو ټولو خبرو عمل وشي څنګه چې په دغه تګلاره کې فیصله شوې ده.))

هند پر حافظ سعید تور لګوي چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ د حملو پلان یي جوړ کړی دی او پر پاکستان نیوکې کوي چې هغو ترهګرو ډلو ته یي خوندي ځایونه ورکړي چې په هند او سيمه کې ترهګرې حملې کوي خو پاکستان دا نه مني. ساجد مېر وايي د حافظ سعيد نظربندي د هند د فشار له وجې نه ده.

د حافظ سعيد جماعت الدعوه د فلاح انسانيت په نامه هم فعاليت کړی
د حافظ سعيد جماعت الدعوه د فلاح انسانيت په نامه هم فعاليت کړی

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ او امريکا په ۲۰۱۲ کې حافظ سعيد د نړيوالو ترهګرو په ليست کې شامل کړ. امريکا د هغه د نيولو لپاره يې لس ميلينه ډال انعام هم مقرر کړ خو نوموړي بيا هم پاکستان کې خپلو جلسو او فعاليتونو ته دوام ورکړ.

د پارلمان د قانون او انصاف د کمیټۍ غړی جسټس ریټایرډ افتخار احمد چېمه وایي جماعت الدعوه پاکستان ته کوم زيان نه دی رسولی. د هغه په خبره دا ډله خيريه کارونه کوي نو ځکه يې په وينا پري لګېدلی بنديز سم نه دی.

په پاکستان کې پخوا هم وسله والو ډلو په بدلو نومونو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی. د سیمه يیزوچارو کارپوه حسن عسکري وایي پاکستان په ۲۰۰۸ کال کې هم د جماعت الدعوه خلاف ګامونه پورته کړل خو فعاليتونه يې ونه درېدل.

((دا امکان نه شي ريدیدلی چې حافظ سعيد به د نظربندۍ فیصلې خلاف عدالت ته نه ځي. هغه ۲۰۰۸ کال کې هم نیول شوی وو خو بېرته خوشي شو. لومړی خو دا چې دا امکان نشي ردیدای چې ګوندي دی به عدالت ته نه ځي او خلاص به نه شي، د۲۰۰۸ کال په پای کې هم هغه نیول شوی وو، او په ۲۰۰۹ کې بیا خوشی شو. اوس به د پاکستان حکومت دا فیصله کوي چې نوم بدلوونکو ډلو سره څه وکړي.))

XS
SM
MD
LG