د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قومي کړنلارې اغېزمنولو لپاره غونډه


د پاکستان وفاقي حکومت د ترهګرۍ خاتمې لپاره جوړ کړل شوې پر قومي کړنلارې (نېشنل اېکشن پلان) د اغېزمن ګام اخیستو لپاره د لوړې کچې کمېټۍ جوړه کړې ده چې مشري یې د پاکستان وزیراعظم د قومي سلامتیا سلاکار یا مشیر ناصر خان جنجوعه ته سپارلې ده.

د دې خبري پرېکړه د ګل په ورځ د پاکستان وزیراعظم په مشرۍ په یوه غونډه کې وشوه.

د پاکستان له وزیراعظم هاوسه جاري شوې خبرپاڼې په وینا چې د کمېټۍپه غړیو کې وفاقي او صوبايي داخله سېکرېټریان، د ترهګرۍ مخینوي ادارې نکټا مشر، د ټولو صوبو چیف سېکرېټریان، پولیس مشران او د وزیراعظم هاوس اېډیشنل سېکرېټري شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټولو ملکي استخباراتي ادارو یو یو غړی به د دې کمېټۍ کمک کوي او د پوځ نمایندګي به د پوځي عملیاتو ډایرېکټر جنرل کوي.

خبرپاڼه زیاتوي په غونډه کې دا فېصله هم شوې چې د پولو انتظام او د ملک داخلي امنیت ښه کولو لپاره د ملکي مسلح ځواکونو یوکم دېرش څانګې به هم جوړېږي.

په دې غونډه کې د وسله والو د فنډونو مخنیوي لپاره د لانورو ګامونو پر اخیستو اتفاق شوی دی.

له دې علاوه په سایبر کرایم بل هم خبرې وشوې او فیصله وشوه چې د سایبر کرایم بل قوانین به زغرده عمليکول کېږي.

د سیاسي چارو کارو پوه پروفېسر حسن عسکري چې د صوبو په کچه د قومي کړنلارې کمېټیانې وې خو اوس ښکاري داسي چې د دې کمیټیو رول به ځکه ډېر ښه وي چې مشري یې د قومي سلامتیا مشیر کوي.

دې زیاتوي

''په دې لړ کې به اصل چېلنج دا وي چې د قومي کړنلارې له مخې به اوس هغه نوي ګامونه اخیستل چې تعلق یې له ولسي حکومت سره دی نو دا به کتل وي چې د نافذکولو لپاره یې هغوی څه ډول کوټلي ګامونه پورته کوي. او که د دې مثبتې نتیجې راځي نو بیا موږ ویلی شو چې یوه ښه پرېکړه وه او کار پر سم لوري روان دی. اوس خوصرف دا ویلی کېدلای شي چې د یو نظام راوستو کوشش شوی دی او له دې دا هیله ښه ښکاري خو موږ ته به تر هغو انتظار کول وي چې د دوی دا هیلې د یو واضحه پالیسۍ په صورت کې نافذېدل شروع شي.''

د دفاعي چارو یو بل کارپوه او پخوانی بریګېډیېر محمد سعد وایي د ترهګرۍخلاف په قومي کړنلاره عملدرامد د صوبايي حکومتونو او د داخله وزارت کار وو خو هغوی څه نه دي کړي.

دی وایي کومه نوې کمیټۍ چې د څارنې لپاره جوړه کړل شوې نو هغه به د قومي کړنلارې څه څارنه وکړل. څارنه هله کیږي چې کله پر یو څیز کار روان وي.

د کوټې تر ناورین یا سانحې وروسته د وزیراعظم په مشرۍ د ترهګرۍمخینوی لپاره جوړ کړل شوې په قومي کړنلارې دا غونډې داسي وخت کې کیږي چې د مخالفه سیاسی ډلو لخوا په حکومتي اقدماتو تنقید روان دی.

د تېر زیارت په ورځ د د مخالفه ډلې مشر سید خورشید شاه ویلي وو که په نېشنل اېکشن پلان مکمل عملدرامد شوی وای نو د ترهګرۍ خاتمه به شوې وه.

XS
SM
MD
LG