د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو ضد عملیات په وروستي پړاو کې دي: ممنون حسین


د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ويلي دي چې عملیات ضرب عضب په خپلې اخري مرحله کې دې، ليدلي او ناليدلي دښمن ته به د تيښتې موقعه نه ورکړې کېږي او ورته يقين دې چې ډېر ژر به د هېواده د وسله والو خاتمه وکړې شي.

پر یکشنبې یا اتوار د پاکستان جوړېدو ورځې په مناست غونډې ته د صدر ممنون حسين وينا وه چې د کوټي په پېښه ټول ولس غمګين دې او د ترهګرۍ ښکار شوي خلکو د وينې يوه يوه قطره په دوی قرض دې او بدل به يې اخستې شي.

ده وویل، «چې د ترهګرۍ پرضد جکړه کې قام له پوځ سره اوګه په اوګه ولاړ دې او دا يو حقيقت دې چې د قامي ايکشن پلان ترلاندې د ضرب عضب عملياتو ګټه ورې نتيجې مخې ته راغلې دي. عملیات د کاميابۍ په اخري مرحلو کې دې او پر اعتماده يم چې ډېر ژر به له ملکه د ترهګرۍ خاتمه وکړې شي او دا ناسور به بيا کله هم سر راپورته نکړي.»

په ملک کې د جمهوري نظامپه اړه د صدر ممنون حسين وينا وه «د پاکستان د ترقۍ او استحکام راز په جمهوريت کې پټ دې ځکه چې جمهوريت په سختو حالاتو کې هم د کاميابۍ لاره هواروي نو ضروري ده چې موږ جمهوري طرز عمل خپلولو وروستو د ترقۍ مضبوط بنيادونه کېږدو په اوسني حالاتو کې ضروري ده چې په هر کچه د قانون حکمراني يقيني کړو او په قامي ترقۍ کې د يو بل لاسونه جوړ شو نو دا داسې ګامونه دي چې قام د مسلو د دلدل نه راوستې شي.»

په غونډه کې وزيراعظم نواز شريف، وفاقي وزيران، د پارلمان غړي، پوځي مشران او غېر ملکي سفيران هم موجود ول چې د امنیت لپاره یې تدابیر نیول شوي ول.

XS
SM
MD
LG