د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ملتپال: افغان کډوالو ته دې اسانتياوې ورکړل شي


پښتنو ملتپالو ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې ميشت هغه افغان کډوالو ته دې چې دلته یې کورونه اخیستي دي او يا کاروبارونه کوي، اسانتېاوې ورکړل شي.

د فاټا پارلماني مشر شاه جي ګل اپرېدي مشال ريډيو ته وويل چې له تېرو څلورو لسيزو راهیسې په لکونو افغان کډوال په پاکستان کې ميشت دي چې پکې ځینو خلکو پاکستاني شناختي کارډونه ترلاسه کړي دي او جايدادونه یې اخستي دي نو له وفاقي حکومته يې غوښتنه کړې، د داسې خلکو پرضد دې د کارروايي کولو پرځای دې هغوی ته وخت ورکړي چې خپل جايدادونه په ښه نرخ خرڅ کړي.

شاه جي ګل اپرېدی
شاه جي ګل اپرېدی

د نوموړي وينا وه چې په زرګونو افغان کډوال په پاکستان کې خپل کاروبارونه هم کوي خو له تېرې یوڅه مودې راهیسې دغه خلک ځورول کېږي نو له حکومته يې دا غوښتنه هم کړې يوه داسې پاليسي دې جوړه کړي چې کومو کډوالو دلته سرمايه کاري کړې ده چې هغه قانوني شي او دا خلک په ښه توګه خپل کاروبارونه وکړي نو دا شان به نه صرف په ملک کې بې روزګاري کمه شي بلکې حکومت ته به د ټيکس په مد کې پېسې هم ترلاسه کېږي.

د شاه جي ګل اپرېدي په وينا چې وزيراعظم نواز شريف ورته باور ورکړی دی چې د خزانې او داخله وزارتونو ته به هدايات جاري کوي چې يوه کړنلاره دې جوړه کړي.

د ذکر ده چې په مۍ مياشت کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په بلوچستان کې په ډرون بريد کې تر وژنې ورستو حکومت د ملکي وګړو د شناختي کارډونو تصديق شورو کړی دی چې موخه یې د غیر ملکیانو پاکستاني شناختي کارډونه لټول دي.

د داخله وزارت ترمخه چې دا کمپاين پيل کولو ورستو په زرګونو جعلي شناختي کارډونه يې بند کړي دي چې پکې يو شمير د غير ملکيانو هم شامل دي.

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ مشال ريډيو ته وويل چې په پاکستان کې ميشت دا کډوال د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ نه دي او د دې اقرار په خپله د سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوڅ هم کړې ده نو پښتنو ملتپاله ګوندونو په يوي غونډه کې له مرکزي حکومته دا غوښتنه کړې چې نه یوازې په پاکستان کې ميشت افغان کډوال دې نه ځوروي بلکې دوی دې په کاروبارونو بندولو هم نه مجبوره وي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار له مخې په پاکستان کې دا مهال تر يو نيم میليونو زيات راجستر او هم دومره شمېر کې غير راجستر کډوال ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG