د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: مرکزي حکومت مو ۷۲ اربه روپۍ قرضدار دی


د خيبر پښتونخوا بجټ به نيزدي راتلونکې کې صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي
د خيبر پښتونخوا بجټ به نيزدي راتلونکې کې صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي

د پاکستان وفاقي حکومت حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) سياتوال دا نه مني چې د خيبر پښتونخوا سره د پیسو په ورکولو کې زياتی کوي. د دوی په خبره د يادې صوبې حکومت په سمه طريقه بجټ نه شي لګولی نو ځکه پر مرکزي حکومت تورونه لګوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي مرکزي حکومت يې ۷۲ اربه روپۍ پوروړی دی او که دا پيسې ورنکړل شي نو ښايې د راتلونکې مالي کال صوبايي بجټ به له خسارې سره مخامخ شي.

د صوبې خزانې وزير مظفر سيد پرون د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چې مرکزي حکومت د صوبو په منځ کې د پیسو د ويش په برخه کې خيبر پښتونخوا ته لا هم ۳۳ اربه روپی نه دي ورکړي.

هغه زياته کړه: ((مرکزي حکومت بايد موږ ته د ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو کارونو لپاره۲۸۱ اربه روپۍ راکړي خو دوی يوازې ۱۹۸ روپۍ راکړي او ډيرو نورو منصوبو لپاره يې هم د وعدې مطابق پیسې نه دې راکړي.))

پر دې سربېره د مظفر سيد په خبره د خيبر پښتونخوا په اوبو پيدا کېدونکې بجلۍ څخخ نور پاکستان او په ځانګړې ډول پنجاب ګټه پورته کوي. د هغه په وينا د ملسم لېګ (ن) مرکزي حکومت يې قانع کړی کړی وو چې دې لړ کې ورته خوا او شا اويا اربه روپۍ ورکړي خو بيا هم په خپلو ژمنو عمل نه دی شوی او دا پيسې ورته نه دي رسيدلي.

خو د مسلم ليګ (ن) سياستوال دا نه مني او خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف او جماعت اسلامي شريک حکومت تورنوي چې دوی خپل بجټ په سم ډول نه شي کارولی.

له کوهستانه د مسلم ليګ ن د صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالستار خان وويل چې مرکزي حکومت صوبې ته پيسې ورکړي خو د خيبر پښتونخوا حکومت د خپلو نا اهليو له وجې له تېرو دريو کالونو راهيسې د پرمختيايې بوديجې په خرڅولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: (د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت د خپلو ناکاميوو پټولو لپاره د ډيرو شيانو زمه واري پر مرکزي حکومت اچوي.))

د خيبر پښتونخوا او د پاکستان د مرکزي حکومت تر منځ دا ناندرۍ په داسې مهال رامخې ته کيږي چې د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت د راتلونکي کال لپاره په بجټ کار کوي. د چارواکو په خبره که مرکزي حکومت ورته خپلې پیسې په وخت ورنه کړي نو په صوبه کې به ډير ترقياتي کارونه په سم ډول ترسره نه شي.

XS
SM
MD
LG