د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: پاکستان په افغانستان کې د مداخلت پرېښودو اراده نه لري


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل ، افغان حکومت اوس دې ته اړ شوی دی چې له پاکستان سره مسله د نړیوالو په وړاندې کښېږي.

پراګ: افغانستان وايي ، له طالبانو سره د پاکستان د مرستې پر ضد یې ملګرو ملتونو ته د شکایت کولو پرېکړه کړېده. دا له هغه وروسته ده چې په دې ورستیو کې په کابل کې د وسله والو برید تر پنځه شپېته زیات کسان ووژل او تر درې سوه زیات یې ټپیان کړل.

د افغانستان او پاکستان اړیکې د اوسني افغان ولسمشر اشرف غني په حکومت کې هم په ټپه درېدلې وې خو بیا له پېښور او کوټې څخه پښتانه ملت پال د دې لپاره کابل ته تللي وو چې د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي.

د پښتنو ملتو پالو مشرانو د کابل تر سفر وروسته افغان ولسمشر اشرف غني پر دې سلا شوی وو چې د تېر دسمبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د اسیا زړه نومي کنفرانس په مراسمو کې ګډون وکړي.

اسلام اباد ته د سفر پر مهال پاکستانیو چارواکو د یو شمېر نړیوالو مشرانو په شتون کې له ولسمشر غني سره په افغانستان کې د سولې لپاره ځینې ژمنې کړې وې.

د افغانستان د ولسمشر دفتر د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې پاکستان نه یوازې د سولې لپاره مرسته نه کوي بلکې “نورې ناغېړۍ” هم کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل ، افغان حکومت اوس دې ته اړ شوی دی چې له پاکستان سره مسله د نړیوالو په وړاندې کښېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکي پښتانه ملت پال د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې دې تازه تاوتریخوالي ته په کوم نظر ګوري؟

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ وايي ، پاکستان نه په افغانستان کې له لاس وهنې لاس اخیستی او نه هم دا اراده لري.

ده وویل ، هیڅوک باید په دې ناپوهۍ کې ونه اوسي چې ګواکې د پاکستان واکمن به په افغانستان کې د سولې له راتګ او ټینګښت سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلام اباد په افغانستان کې د لاسوهنې پرېښودو اراده لا هم نه لري مرسته کول خو بېله خبره ده.

د عثمان خان کاکړ په وینا ، د پاکستان واکمن په افغانستان کې په لاسوهنه د خپل ملک د بربادۍ پر لور روان دي.

د عوامي نشنل ګوند مخکښ افراسیاب خټک ، هم په هغه لوړپوړي پلاوي کې شامل وو چې تېر کال یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو په موخه کابل ته سفر کړئ وو.

افراسیاب خټک د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې د دې تازه تاوتریخوالي په اړه وویل ، پاکستان له افغان ولسمشر اشرف غني سره په اسلام اباد کې کړې وعدې نکړې پوره.

نوموړي وویل ، له افغان ولسمشر اشرف غني سره ژمنې شوې وې چې “په پاکستان کې مېشت طالبان مشران به خبرو اترو ته حاظروي او د هغو طالبانو پر ضد به ګامونه پورته کوي چې له افغان حکومت سره د خبرو پر ځای جګړې ته دوام ورکوي. خو پاکستان له دې ژمنو یوه هم پوره نکړه”.

افراسیاب خټک وویل ، داسې ښکاري چې له افغانستان سره بې لبه ملګرو ملتونو بله لاره نه وه پاتې شوې.

خو د سیمه ییزو او سفارتي چارو کارپوه ایاز وزیر وايي ، دی فکر نه کوي چې د پاکستان پر ضد ملګرو ملتونو ته تګ به له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

ده وویل ، افغانستان به په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو خبره کوي او هغه وار له مخه هر چاته مالومه ده.

ایاز وزیر وویل، ملګرو ملتونو ته چې کومې مسلې تللی دي هغوی د هوارېدو پر ځای لا پسې خرابې شوې دي نو افغانستان او پاکستان باید خپلې مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

د پاکستان او افغانستان پر حالاتو نظر لرونکې امریکايي شنونکې کرسټین فېر بیا وايي ، افغانستان اوس هم په دې کې ځنډ کړی دی چې خپله مسله ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.

کرسټین فېر وویل ، د جېش محمد ، جماعته دعوه او طالبان هغه ډلې دي چې په مکمله ازادي په پاکستان کې موجودې دي او پاکستان به په خپله د دې ډلو پر ضد هیڅ ونه کړي تر څو چې یا ورسره خبرې او یا سزا ورنکړل شي.

د کرسټین فېر په وینا ، په دې لړ کې د ملګرو ملتونو رول مهم دی خو تر هغه هم زیات د امریکا رول مهم دی هغه ځکه چې امریکا د پاکستان تر ټولو لوی قوي کونکی هیواد دی.

افغانستان د پاکستان پر ضد ملګرو ملتونو ته د تګ پرېکړه له هغه وروسته کړې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ په کابل کې پارلمان ته وویل ، نور د سولې په برخه کې له پاکستانه هیڅ هیله نه لري.

پاکستان پر خپل هغه تل تکرار کړي دریځ ولاړ دی چې ګواکې دوی په افغانستان کې امن غواړي او د دې لپاره له خپل وس او پر طالبانو د درلودنکي اغېز له لارې پوره هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG