د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیک پټکي سپکولو په تور د شپږو کسانو خلاف مقدمه


په سیک مذهب کې پټکی سپېڅلی ګڼل کېږي او پر ځمکه یې غورځول په سپکاوي کې راځي.

د پنجاب صوبې په ساهیوال ضلع کې پولیسو د یو سک مسافر پټکي سپکولو په تور د شپږ کسانو خلاف د مذهب سپکاوي تر قانون لاندې اېف ای ار درج کړی دی.

دا اېف ایې ار درج په ملتان کې د کالیو یو ۲۹ کلن سوداګر مهیندرا پال سنګدرج کړی دی.

د ساهیوال ضلعې چیچه وطني تاڼې محرر اظهر حسېن شاه مشال راډیو ته ووېل چې تېره ورځ د فېصل موورز ټرانسپورټ کمپنۍ بس پهورو چلېدو له وجې مسافرانو او د بس انتظامیې ترمېنځ شخړه وشوه چې پکې د لاس لګېدو په نتیجه کې د یو سیک پټکی له سره پرېووت.

د نوموړي په وینا چې بس له فېصله اباده و ملتان ته روان و چې پکې تېکنیکي مسله هم رامخې ته شوه خو هغه بیا سمه کړل شوه.

ده ووېل چې د پاکستان قانون له مخې د پنځو کسانو او د بس اډې د مالک خلافمقدمه درج کړل شوې ده.

"د مهیندرا پال سنګ وینا وه چې پټکی یې مذهبی حرمت لري، او د هغه پټکی غورځول شوی دی، دی دا یو سپکه او زیاتی ګڼي نو د هغه په شکایت مو، اېف ای ار درج کړو او پنځه کسان مو نيولي دي. دا د دفعه د پاکستان قانون د پېنل کوډ دوه سوه پنځه نوي او پنځه سوه شپږ لاندې درج کړلشوې ده. نيول شوي کسان وایي چې دا یې کار یې له کسته نه دی کړی بلکې په ټېل ماټېل کې دا پېښه رامخې ته شوه.''

اېف ایې درج کونکی مهیندرا پال سینګ مشال راډیو ته وویل چې پولیس د ده اېف ای ار نه درجولو او د ده له احتجاجه پس یې درج کړ.

د ده په وینا چې دغه کسان له مسلم لیګ نون سره تعلق لري او پولیس پر ده زور راوړلو چې اېف ای ار مه داخلوه.

"دا د مذهب سپکاوي تور دی، په دې کې دوی ته سزا ورکول پکار ده. سزا د دې لپاره ورکول نه ده چې دوی غلطي کړې ده بلکې ځکه ورکول پکار ده چې دوی بیا دا غلطي ونکړي. دوی زما اېف ای ار نه درجولو بیا ما هلته ځینو دوستانو ته اواز کړو او مېډیا مې راوغوښته نو بیا هله د پولیس ضلعي مشر راغلو او بیا هغه خبره وکړه چې څوک هم په دې کې ککړ دي نو د هغوی خلاف اېف ای ار درج کړئ."

په پاکستان کې ډېر لږ داسې کېسونه مخې ته راغلې دي چې ګنې لږکیو دې د خپل مذهب سپکاوي مقدمه درج کړې وې .

د مهنیدرا پال سنګ په وینا چې د پنجاب صوبې وزیر اعلی دې ورته انصاف ورکړي.

XS
SM
MD
LG