د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، پر وېش پوله يې افغان استخباراتي افسر نيولى


د پاکستان کورنيو چارو وزارت پرون پنجشنبې ناوخته په يوه خبرپاڼه کې رسنيو ته وويل چې استخباراتي ادارو يې يو تن- چې وايي، د افغانستان د استخباراتي ادارې افسر دى- چمن ته نږدې د پاکستان او افغانستان پر ګډه پوله نيولى دى او د دوى په توقيف کې دى.

دغه تن چې وايي، روزي خان نومېږي د افغانستان د پوځ په استخباراتي څانګه کې د دويم بريدمن دنده لري او پاکستان ته بې له پاسپورټه په غير قانوني ډول راغلى و او پرون يې غوښتل چې بېرته د افغانستان خاورې ته واوړي، خو د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې يا ايف.اى.اې چارواکو ونيو او د پلټنو لپاره يې يوه نامالوم ځاى ته يووړ.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې دغه نيول شوى افغان افسر د استخباراتي ادارو په ولکه کې دى او هغوى ورڅخه پوښتنې ګروېږنې کوي چې ايا نوموړى د څه غرض لپاره او څه مهال په غير قانوني توګه پاکستان ته راغلى وو.

چمن ته نږدې د افغانستان او پاکستان پر ګډه وېش پوله هره ورځ زرګونه کسان يوې بلې خوا ته اوړي چې اکثر يې قانوني اسناد نه لري، خو په تېرو کلونو کې هيڅ داسې خبرونه نه دي ورکړل شوي چې ګواکې کوم افغان تن دې د افغانستان له استخباراتي ادارې سره په تړاو د جاسوسۍ په تور نيول شوى وي.

د بلوچستان د امنيتي ادارو چارواکو او د داخله چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي په وار- وار د افغانستان استخباراتي اداره د هند په مرسته په بلوچستان کې په لاسوهنې تورنه کړې ده، خو تر اوسه يې رسنيو ته داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې په بلوچستان کې د افغانستان لاسوهنه ځینې ثابته شي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې ايا د افغانستان د پوځ د استخباراتي ادارې يو فعال افسر چې د رتبې له مخې دويم بريدمن ګڼل شوى- واقعاً پاکستان ته راغلى و که څنګه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت هم د بلوچستان چارواکو د کلبوشن ياديو په نامه د يوه تن د نيول کېدو ادعا کړې وه چې وايي، د هند د استخباراتي ادارې (را) کارکوونکى و، خو د نيول کېدو په اړه يې کره شواهد نه دي وړاندې شوي چې نوموړى د بلوچستان له کومې سيمې او په څه ډول نيول شوى و.

د پاکستاني رسنيو د رپوټونو له مخې کلبوشن ياديو په پوښتنو ګروېږنو کې پر دې اعتراف کړى و چې ده په بلوچستان کې له خپلواکې غوښتونکېو بلوڅانو سره مرسته کوله او غوښتل يې چې بلوچستان ناارامه کړي.

د يادونې وړ ده چې د روانې اپرېل مياشتې پر شپږمه نېټه هم چمن ته نږدې پر وېش پوله يو تن د جاسوسۍ په تور چې وايي، د افغانستان له استخباراتي ادارې ملي امنيت سره يې تړاو درلود- نيول شوى و، خو افغان حکومت په دې اړه ويلي و چې د افغانستان د استخباراتي ادارې هيڅ يو مامور نه پاکستان ته تللى او نه اړتيا لري چې پاکستان ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG