د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرويز خټک: د سورن سنګ پر ځای بلديو کمار نه منم


سورن سنګ
سورن سنګ

د خيبر پښتونخوا وزیراعلی، پرويز خټک دعوه کړې چې بلديو کمار د سورن سنګ په وژنه کې لاس لرل منلي دي نو هغه ته بايد سزا ملاو شي او په صوبايي اسمبلئ کې به يې د سورن سنګ پر ځای ونه مني.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی وايي د صوبايي اسمبلئ غړي سردار سورن سنګ پر ځای به د بلديو کمار د راتلو مخنيوي لپار عدالت ته ځي.

سردار سورن سنګ دوه هفتې وړاندې په بونير کې ووژل شو. هغه د صوبايي له غړيتوب سربېره د مذهبي اقليتونو په چارو کې د وزيراعلی، پرويز خټک د سلاکار دنده هم درلوده.

پرويز خټک
پرويز خټک

پرويز خټک پرون صوبايي اسمبلئ ته په وينا کې دعوه وکړه چې بلديو کمار د سورن سنګ په قتل کې لاس درلودل منلي دي او دده په خبره دا به ډېره حېرانونکې وي چې يو مجرم په اسمبلۍ کې ناست وي. سردار سورن سنګه او بلديو کمار دواړه د تحريک انصاف ګوند غړي دي.

پرويز خټک زياته کړې چې تر څو پورې عدالت کې بلديو کمار بې ګناه نه وي ثابت شوی تر هغې پورې نوموړی د تحريک انصاف غړی نه دی او نه هم بايد د صوبايي اسمبلئ غړی وي.

ياده دي وي چې د دغه پېښې وروسته، د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر ازاد خان په پېښور کې ځينې کسانخبريالانو ته ښودلي وو او دعوه يې کړې وه چې بلدیو کمار دوی ته د سردار سورن سنګ د وژلو لپاره لس لکه روپی ورکړې وي تر څو پخپله د صوبايي غړی شي.

خو پاکستاني طالبانو د دې بريد زمه واري منلي وه او ويلي یې وو چې د خيبر پښتونخوا حکومت د طالبانو د بريدونو د زور کمي ښودلو لپاره د سورن سنګ وژنه د دوی په لاس نه مني.د سورن سنګ د کورنيوو غړو هم مشال ريډيو سره خبرو کې ويلي وو چې حکومت بايد د هغه د وژنې اصلي کسان ونيسي.

ويډيو: پوليسو د سورن سنګ د وژونکو د نيولو ادعا کړي

پولیس د سورن سېنګ وژونکو نیولو دعوه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00

د قانون له مخې به اوس بلديو کمار د اقليتونو پر چوکۍ د صوبايې اسمبلۍ غړی جوړيږي ځکه چې په تېرو انتخاباتو کې هغه تر سورن سنګ وروسته زياتې رايي ترلاسه کړې وي.

پرون د مسلم ليګ (ن) يو غړي سردار اورنګزيب په صوبايي اسمبلئ کې وويل چې پکار ده په دې قانون کې بدلون وشي ځکه چې دې سره د ګټونکو انتخاباتي اميدوارانو د وژنې خطر زياتيږي.

XS
SM
MD
LG