د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په اسلام اباد کې مفتي سعید انور د دواړو نکاح وتړله. د نکاح مراسم په سادګۍ تر سره شول او پکې د دواړو کورنیو یو څو غړي موجود ول. په نکاح کې یو لک روپۍ مهر وټاکل شو او د عمران خان نېږدې ملګرو ذاکر او عون چودري د ګواهانو په توګه ګډون وکړ.