د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اساسي قانون بدلون په اړه د پاکستان مذهبي ګوندونو غونډه

اسلام اباد - د پاکستان د یو شمېر مذهبي ګوندونه مشران د پنجشنبې پر ورځ د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې غونډه کوي.

په دې غونډه کې به د پاکستان په آیین کې د شوي ۲۱م بدلون په اړه او له هغه راهيسې پر پیدا شوي صورت حال خبرې کېږي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مخکښ مولانا عطا الرحمان مشال راډیو ته وویل چې دا غونډه به په اسلام اباد کې کېږي.

د یادونې وړ ده چې جمعیت علماء اسلام (ف) او جماعت اسلامي د ۲۱م ترمیم لپاره په پارلېماني غونډه کې برخه نه وه اخیستې.

د پاکستان په اساسي قانون کې د ۲۱م بدلون تر مخه به پوځي عدالتونه جوړ شي چې پکې به هغه کسان مقدمه کېږي چې پر وسله والو فعالیتونو تورن وي.

له دې سره سره د ایین ۲۲م بدلون تر مخه به پوځ وکولای شي چې د پوځیانو تر څنګ پر ملکي وګړو هم مقدمه وچلوي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG