د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی ووژل شو


په کراچۍ ښار کې د اتوار په ماښام د عوامي نېشنل ګوند یو سیمه ایز مشر وسله والو وژلی دی.

د اتحاد ټاون پولیس وایي، پېښه بېګا ماښام «یکشنبې ماښام» له اپرېدي کالونۍ سره نزدې رامنځ ته شوې چې په خبره یې د وسله والو په ډزو کې سیف الله اپرېدی ووژل شو.

د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې یو مشر بشیرجان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل سیف الله اپرېدی یې په لویدیزه کراچۍ کې د ګوند قایمقام صدر او له مخکښو غړو څخه و:

((سیف الله د ډاکټر ضیاالدین له وژنې پس د مغربي ضلعې قایمقام صدر و، هغه تېر ماښام له لمانځه وروسته کور ته په لار و چې وسله والو پرې ډزې وکړې او یې وژلو))

یاده دې وي څو هفتې مخکې د کراچۍ د همدې ضلعې یو بل مشر ډاکټر ضیاالدین وسله والو وژلی و. د عوامي نېشنل ګوند چارواکي وایي د کراچۍ په مغربي ضلعه کې د دوی د ګوند په غړو او مشرانو له تېرې څه مودې راهیسې بریدونه دوام لري چې په ترڅ کې یې د ګوند یو شمیر غړي او مشران وژل شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند رهنما بشیرجان وایي، وسله وال دوی په دغه ډول حملو له خپله دریځه نشي پر شا کولی:

((عوامي نېشنل ګوند وسله والو پر ضد څرګند مخالفت لري، او دا وجه ده چې موږ د وسله والو په نښه یو خو د افسوس خبره دا ده چې حکومت زموږد پلویانو په ساتنه کې پاته راغلی دی))

بلخوا د کراچۍ پولیس وایي د دوی لخوا د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر ټولو زیاتې چاپې په مغربي کراچۍ کې وهل شوې دي، د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شیخ مشال راډیو ته ویلي په مغربي کراچۍ کې د وسله والو خوځښتونه د نورې کراچۍ په نسبت زیات دي او په دغو سیمو کې نه یوازې د عوامي نېشنل ګوند پلویان په نښه شوي بلکې ګڼ پولیس سرتېري هم په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG