د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پوځي عدالتونو پر جوړولو کار پیل کړ


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف

د پاکستان پوځ ويلي، په اساسي قانون کې تر یوویشتم بدلون وروسته یې په ملک کې د پوځي عدالتو نو د جوړلو کار پيل شوی دی.

سراج ظهیر

د پاکستان پوځ ويلي، په اساسي قانون کې تر یوویشتم بدلون وروسته یې په ملک کې د پوځي عدالتو نو د جوړلو کار پيل شوی دی.

د پوځ د مطبوعاتو ادارې آی ايس پي آر د جمعې په ورځ په يوه بيان کې ويلي چې په لومړي سر کې به په ټول ملک کې نهه پوځي عدالتونه جوړيږي.

د بيان له مخي په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې به درې درې په سنده کې دوه او په بلوچستان کې به يو پوځي عدالت جوړيږي.

د دسمبر مياشتې پر شپاړسمه نېټه په پيښور کې پر آرمي پبلک سکول تر بريد وروسته د پاکستان حکومت د ځينو نور ګامونو ترڅنګ د دوی په وینا ، ترهګرو ته د سزا ورکولو لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه هم وکړه.

دې پوځي عدالتونو ته د لارې هوارولو لپاره د پارليمان له لارې په اساسي قانون کې بدلون وشو.

د جميت علما اسلام ، جماعت اسلامي او ځينو نورو وړو مذهبي ډلو د قانون مخالفت کړی دی.

د بشري حقونو تنظيمونو هم د پوځي عدالتونو پر جوړولو نيوکې کړې دي. خو حکومت دريځ لري چې دا عدالتونه به د ترهګرۍ په مخنوي کې مرسته وکړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG