د امريکا بهرنيو چارو وزارت پاکستاني طالبانو مشر مولا فضل الله د نړيوالو ترهګرو په ليسټ کې اچولی. د سېشنبې پر ورځ د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت په خپله يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له دې سره به له هغه ټوله شتمني کنګلېږي، هېڅ امريکايي به د هغه سره کاروبار نشي کولی او همداراز په امريکا کې به له هغه سره راکړه ورکړه جرم وي.