په کراچۍ ښار کې تېره شپه په یوه ټرافیکي پیښه کې ۶۷ کسان مړه شوي او یو شمیر نور ژوبل شوي دي . د پولیسو چارواکو د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د کراچۍ نه ښکار پور ته روان بس د تېلو د یو ټانکر سره وجنګيد چې له امله یې دا پېښه رامنځ ته شوه.
د پیښي په اړه د سیند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن نن له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل :
(( د مړو د پیژندګلوۍ کار په ساینسي طریقه یعنې د ډي این ای د لارې کیږي، ځکه چې د تېلو د ټانکر سره د جنګېدو له امله اکثره مړي سوځیدلي دي. ))
د پیښې ښکار شوي کسان د کراچۍ جناح روغتون ته رسول شوي دي . د نوموړي روغتون یوې مشرې ډاکټرې سېمې جمالي نن سهار مشال راډیو ته وویل : په وژلو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په پاکستان کې د سرکونو د خراب حالت او د ډرایورانو د بې احتیاطۍ له کبله اکثره وخت دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي ، چې ورکې هر کال سلګونه کسان خپل ژوند دلاسه ورکوي.